طالـبان دوه لارې لـري!

یاسرافغان

کله چې په افغانستان کې په اصطلاح مجاهدین واک ته ورسیدل ، په ګران افغانستان کې تنظمیي جګړې پیل شوې ، دکابل ښائسته ښار ګوټي ېي په کنډواله بدل کړ ،

لسګونه زره افغانان دتنظمي جګړو قرباني شول ، ظلم ، فساد ،غلا ، زناء اونورې غیري انساني کړنې اوج ته ورسیدي ،
وخت او حلاتو ته په کتو سره دطالب موجودیت ته اشد ضرورت وه ، چې هماغه ووه چې طالب را وټوکیده او دفساد اوظلم په مقابل کې په پراخه کچه مبارزه پیل کړه ، ګڼ ولایتونه بلکې دافغانستان پنځه نوي فیصده خاوره ېي ترخپل حاکمیت لاندې راوسته هیواد ېي په پشپړه توګه له بد مرغېو ، بد بختېو خلاص کړ، صفا سوچه اسلامي نظام ېي قائم کړ او افغان اولس پوره دآرام ساه واخیسته ، خو دا سوچه اسلامي نظام دجابرې اوظالمې امریکا پیرزو نشو ،او د اوسامه بن لادین په بهانه ېي په ګران افغانستان مغرورانه یرغل پیل کړ، ځمکه اوفضاء داشغالګرو قسما قسمه الوتکو په سر واخیسته لوی او واړه بمونه ېي وورول ، دبمونو وورولو ترڅنګ رسنېو هم یرغلیزو بریدونو ته دوام ورکړ.

د طالب نوم په تروریست او ترهګر بدل شو ،او په رسنېو کې مونږ په ځلونو اوریدل چې دترهګرو ریشی به هم له منځه یوسو ،چا به دطالب نوم په خوله نشواي اخیستي بهرنیانو به زمونږ کلیو بانډو او کوڅو کې په ډاډه زړه چکرونه وهل ، خو د وخت په تیریدو سره دافغان اولس بچیانو ورو ورو په بهرنېو اشغالګرو زنګوهلي ټوپکونه را برسیره کړل ، اود هیواد په ګوډ ګوډ کې ېي بریدونه پیل کړل ، چې د څوکاله په تیریدو ېي اشغالګر ترخپلو هډو محدود کړل ، اوپراخ نفوذه سیمي ولسوالۍ ېي تر خپل حاکمت لاندې را وستي اوخپل بیرغ ېي پرې رپاند کړ چې اوس داسې ویل کیږی چې پنځه اویافیصده خاوره دطالبانو تر حاکمیت لاندې ده.

دلته به چې هر نوي جنرال هر مشر به چې په دنده وګمال شو دخپل سوې نه لوړی پرړي به ویشتي اوطالبانو ته به ېي کوتڅنډني کولي دهغو له جملي نه یو اشرف غني وه

طالبان دوه لاري

یابه وژل کیږی یابه تسلمیږي داخبره تیرکال دګډ حکومت مشر اشرف غني وکړه ، نه پوهیږو چې غني په کومه هواء کې وه خوب ېي لیدلي وه که پیریان پرې ناست وه ، هو ملامت نوه تیرکال دټرمپ د نوې ستراتیژي پیل وه امریکا په ډیر غور اوپیش وحشیانه بمبارې وحشیانه چاپې پیل کړئ ، چې دسلګونو بېګناه افغانانو وینی ېي توي کړی ، سلګونه ماشومان ېي یتمان کړل ،غني داسې انګیرله چې دټرمپ ستراتیژي به ېي دکامیابي ترمنزله ورسوي اوغرب نه راوړي ډیمکراسی به ېي پلي شی ،خو هغه هرڅه سرچپه شول طالبانو دنظامي بریاء ترڅنګ سیاسي بریاء هم خپله کړه ، ددې په ځای چې طالبان ووژل شی ، ټول بیچاره پرسونل ېي په طالبانو وواژه ددې په ځای چې طالبان وسله په ځمکه کیږدې هر ورځ لسګونه عسکر دکابل له اداري راجلاء کیږی اودطالبانو سره یوځای کیږی ، اشرف غنی چې دتسلمیدو او وژل کیدو ډنډوري ېي غږولي اوس ېي څوک دخیرک ادې هم نه بولي اوس اوس دطالبانو او امریکا دترمنځ دسولې اړوند بحثونه روان دی خو اشرف غنی ترې ناخبره اوکوښه ساتل شوې.

هغه مغروره امریکا چې دټانګ اوتوپ په ژبه به ېي خبري کولي هغوی نن په خپله ماته اعتراف کوی هغه کبرجنه امریکا چې له طالب سره به ېي په یوه میز له خبرو انکار کاووه نن ټول دسیاسي حل لاري په لټه کې دی

دا هر څه دالله ج ځانګړې نصرت د افغان اولس دبدریغه قربانېو ثمره اونتیجه ده اوبس ….

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د