کرېکټ: نیوزېلنډ له پاکستانه بایللې لوبه وګټله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸ لړم، ۱۳۹۷ل): د پاکستان او نیوزېلنډ کرېکټ لوبډلو ترمنځ په زړه پورې ټیسټ سیالۍ ترسره شوه چې په کې نیوزېلنډ له پاکستانه بایللې لوبه وګټله.

پاکستان لوبډله هغه مهال ناکامه شوه چې د نیوزېلنډ لوبډلې ټاکلی ۱۷۶ منډې کم هدف پوره کاوه خو توپوهونکو یې د نیوزېلنډ توپ اچونکو پر وړاندې پښې وښویدلې، اظهر علي چې د پاکستان وروستۍ هیله وه په اخر وخت کې همت له لاسه ورکړ.

یو مهال پاکستان لوبډلې ته د ۴۶ منډو اړتیا وه، درې یې ویکټې يې سوځېدلې وې، اظهر علي او اسد شفیق توپوهنه کوله، بابر اعظم او سرفراز احمد لا هم پاتې وه، داسې بریښېده چې په اسانۍ سره به بریا خپله کړي خو د نیوزېلنډ نوي توپ اچونکي اعجاز پټیل د لوبې اړخ بدل کړ.

چې وروسته یوازې ۱۲ منډو ته اړتیا پاتې شوه، اظهر علي او محمد عباس وروستي لوبغاړو توپوهنه کوله، دواړو دفاعي لوبه پېل کړه او په ۱۲ اورونو کې یې یوازې ۷ منډې جوړې کړې خو بالاخره اظهر علي خپله ویکټه له لاسه ورکړه.

اعجاز پټيل چې خپله لومړۍ ټيسټ لوبه یې کوله په دواړو پاڼیو کې ۷ مسوولانه ویکټې واخیستې او لوبډلې ته یې بریا ورکړه، نوموړی د یادې لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د یادونې وړ ده چې پاکستان لوبډله په ټيسټ سیالیو کې اوسمهال یو له کمزورو لوبډلو څخه ده، چې د کرېکټ نړیوالې شورا په جدول کې په اووم نمبر کې ځای لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د