د شکايتونو کميسيون ته د درغلۍ دولس زره شکايتونه رسېدلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸ لړم، ۱۳۹۷ل): د شکايتونو کميسيون وايي چې د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه ورته تر اوسه دولس زره شکايتونه رسېدلي چې په بنسټ يې د ولسي جرګې د ۱۷۴ محلونو رايې باطلې اعلان شوې دي.

د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون منشي علي رضا روحاني وايي چې دوی ته يواځې هغه رايې د باور وړ دي چې په کې بايو ميټرک کارول شوی وي.

روحاني وايي چې د شکايتونو کميسيون ته د رسېدلو شکايتونو وروسته پريکړې په قانوني توګه شوي دي او زياتوي چې دا محدود شکايتونه دي او کميسيون نه شي کولای چې سل سلنه ټولو شکايتونو ته لاس رسی ولري.

خو د ټاکنو خپلواک کميسيون مسؤلين بيا د شکايتونو کميسيون دا پريکړه ه له وخت نه مخکې او ناقانونه ګڼي.

د ټاکنو خپلواک کمیسيون مشر حفیظ الله هاشمي وايي چې د شکايتونو کميسيون په ولايتونو کې د ټاکنو له لايحې پورته لاسوهنه کړې ده او زياتوي چې د ټاکنو کميسيون چاته له لايحې پورته په چارو کې د لاس وهنې اجازه نه ورکوي.

يو شمير شنونکي په دې اند دي چې که چېرته په سمه توګه د ټاکنو د درغلۍ ټول شکايتونه وڅېړل شي نو د ټاکنو مشروعيت تر پوښتنې لاندې راولي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د