د نن سرلیکنه

د طالبانو وضاحت د ابهاماتو تردید

نن ټکی اسيا سرليکنه 

وروسته تر دې چې د افغانستان د سولې لپاره د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ښاغلی خلیلزاد په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له غړیو سر وکتل ځینو رسنیو له دې کتنې سره هم مهاله راپور ورکړ چې د طالبانو او خلیلزاد ترمنځ د ولسمشریزو ټاکنو پر ځنډیدو او د یوه ایتلافي حکومت پر جوړیده توافق شوی دی.

چې له کوم رسمي سپیناوي پرته د دغسي آوازو خپرول په قصدي ډول د طرفینو ترمنځ د مذاکراتي بهیر د متضرر کیدو او د په هغه باندې د ولس د بي باوري لامل کیږي.

د خلیلزاد او طالبانو ترمنځ د وروستۍ ناستې په اړه د طالبانو وضاحت لیک هغه شته ابهامات رفع کړل چې د ځینو حلقاتو د تبلیغاتي کمپاین په نتیجه کې له ولس سره پیدا شوي وو.

له بده مرغه په افغانستان کې څلویښت کلنې جګړې د افغانانو ترمنځ د اعتماد او باور پولې داسې نړولې چې نن د هغوی د یوه جانب مثبتې کړنې هم د بل جانب لپاره د تشویش وړ او تر ډیره د باور وړ نه وي.

ښکاره بیلګه یې همدا مذاکراتي بهیر دی چې له طالبانو پرته د افغان لانجې نور اړخونه ورباندې بي اعتماده او هغه د ځان په تاوان بولي.

غربي رسنۍ په دغسي مواردو کې وخت ناوخت د اذهانو مغشوشولو په غرض داسې خپرونې کوي چې د افغانانو ترمنځ د نیږدیوالې په ځای لا واټن را منځته کوي او یو پربل یې بي اعتماده کوي.

له بله اړخه د طالبانو او متحده ایالاتو ترمنځ روان مذاکراتي بهیر چې لا هم د طالبانو د وضاحت لیک په وینا په لومړنۍ مرحله کې دی له ډیر نازک پړاو څخه تیریږي، لهذا ایجاب کیږي چې د هغه د هر پرمختګ په اړه دواړه لوري (طالبان – امریکایان) دغسي رسمي وضاحت وکړي ترڅو یې په اړه د خلګو شته ابهامات له منځه یووړل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x