سرچينه: د خاشقجي سر سعودي ته لېږدول شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸ لړم، ۱۳۹۷ل):د تېرې اکتوبر مياشتې په دوهمه د ترکيې په استنبول ښار کې د سعودي په قونسلګرۍ کې د سعودي خبريال جمال خاشقجي د وژل کېدو قضيې ګڼ اړخونه لا هم بې پوښتنې پاتې دي، په داسې حال کې يو شمېر ترکي سرچينو ويلي، چې له وژل کېدو وروسته د خاشقجي سر سعودي ته وړل شوی دی.

الخلیج «۳۶۵» ویب پاڼې د ترکي سرچينو له خولې ليکلي، دوی داسې معلومات ترلاسه کړي، چې د خاشقجي جسد له وژل کېدو وروسته په تېزابو ويلې شوی او سر يې د سعودي عربستان پلازمېنې رياض ته لېږدول شوی.

د خاشقجي قضيه کې نوي اړخونه په داسې حال کې څرګنديږي، چې د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان څو ځله په خپلو رسمي څرګندونو کې له سعودي غوښتي، چې د خاشقجي جسد بايد وروسپارل شي، تر څو يې په اسلامي طريقه کفن، جنازه او دفن وشي.

سرچينه زياتوي، تر  اوسه دا نه ده روښانه، چې د خاشقجي سر د هوا، ځمکې او که د سمندر له لارې سعودي ته رسول شوی، خو ترکي چارواکي په دې باور دي، چې د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان شخصي ساتونکی ماهر مطرب، چې د خاشقجي د وژونکو په سر کتار کې شمېرل شوی، ډيپلوماټيک پاسپورټ لري او له همدې امله يې بيګونه نه دي تالاشي شوي.

د سرچينې په وينا شونې ده، چې ماهر مطرب له خپل ډيپلوماټيک مصؤونيت څخه په استفادې د خاشقجي له ځان سره وړی وي او د اتاتورک له نړیوال هوايي ډګر څخه په ځانګړې الوتکې کې سعودي ته ستون شوی و.

سرچينې دا هم ويلي، چې رياض ته د خاشقجي د سر لېږدول دا معنا لري، چې هغه د لوړپوړو مقاماتو په امر وژل شوی دی.

دا معلومات په داسې حال کې خپاره شوي، چې د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې «سي ای اې» ترکي چارواکو ته په خپل څېړنيز راپور کې ويلي، چې خاشقجي د بن سلمان په امر وژل شوی دی.

سعودي له څه مودې انکار وروسته منلې، چې خاشقجي د سعودي په قونسلګرۍ کې وژل شوی، خو تر اوسه لا هم دا نه مني، چې هغه دې د محمد بن سلمان په امر وژل شوی وي.

د ترکيې د بهرنيو چارو وزير مولود جاویش اوغلو په دې اړه ويلي، چې د سعودي د لوی څارنوال ځينې څرګندونې د اندېښنې وړ دي او سعودي باید د خاشقجي په وژنه کې ټول ککړ لاسونه رسنيو ته ښکاره کړي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

زه وایم چه د سعودی حاکمان د هغه ابو سفیان نسل دی کوم چه لمسی ئې د پیغمبر علیه السلام د مبارک لمسی سر دمشق ته ولېږی.

مجاهد
میلمه
مجاهد

شک نشته چه د اسلام په شروع کی ابوسفیان د ابو جهل، ابولهب او د قریشو د نورو د مشرانو په شان مسلمانانو ته ډیر تلفات او خسارات رسولی، مګر کله چه مسلمانانو مکه فتح کړه ، د هغه کور ته به چه چا پناه یووړه هغه مصونیت درلود، ابوسفیان د خالد بن ولید او نورو په شان که مسلمانانو ته یی د کفر دوره کی ډیر تاوان اړولی په اسلام د مشرف کیدو وروسته یی ډیری ګټی هم وررسولی، فکر کوم چه یوه لور یی هم د حضرت محمد ص میرمن وه او …. دا چه دهغه د لمسی… نور لوستل »