سور مرچ د مرګ ګواښونو ناروغیو مخه نیسي/ څیړنه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸ لړم، ۱۳۹۷ل): اسیایي هېوادونه په روزانه خوړو کې د مرچ استعمال حتمي ګڼلی، که څه هم ډیر تریخ وي خو ددې ترڅنګ یو شمېر روغتیایي ګټې لري، د هاضمې سیستم غوره کوي، وزن کمولو کې مرسته کوي او د بدن دردونه له منځه وړي.

اوس نویو څیړنو ثابته کړې چې د سور مرچ استعمال هغه ناروغۍ چې مرګ ګواښوني دي په مخنیوي کې مرسته کوي، او د انسان عمر زیاتوي.

د ورمونټ پوهنتون طبي برخې پوهانو په یوه څیړنه کې ویلي دي چې سور مرچ په منظم ډول استعمالول د هغو ناروغیو چې مرګ ګواښوني ثابتیږي لکه (د زړه ناروغۍ، فالج/ګوزڼ ناروغۍ) د مرګ ګواښ ۱۳ سلنه کموي.

دغه معلومات د ۲۳ کالونو پایله ده چې په ۱۶۰۰۰ کسانو د ازموینې په ترڅ کې ترسره شوې، په دغه څیړنه کې هغه کسان شامل وو چې له دې وړاندې یې د سور مرچ استعمال نه کاوه، په ازموینه کې دوی ته په منظم ډول د سور مرچ استعمال ښودنه وشوه.

۲۳ کاله وروسته وموندل شوه چې د سور مرچ استعمالوونکي کسانو کې د مړینې کچه د نه خوړونکو په پرتله کمه وه، خو څیړونکو ددغې څیړنې د عمر زیاتوالي اصلي لامل نه دی په ډاګه کړی، دومره ویل شوي چې د سور مرچ یو نوعه «کیپسیکن» په بدن کې د «ریسیپټرټي آرپي» چینلونو څخه رامنځته کیږي.

د «کیپسیکن» نومې نوعه د هاضمې سیستم غوره کوي، په دې کې اکساید ضد ځانګړتیاوې موندل کیږي، چې د انفیکشن او زړه ناروغیو پر وړاندې اغیزمنه ده، او د ټي ار پي چینلونو ځانګړې نوعې بیا د چاغوالي مخنیوي او کولیسترول کمولو کې مرسته کوي.

ددې سربېره سور مرچ د سرطان په مخنیوي کې مرسته کوي، په بدن کې اندروین او سیروتونیین کچه زیاتوي او دا هورمونونه د بدن دردنونه راکموي، همدا ډول ویټامن C-e، B6، A، C، پوټاشیم او میکنیزم لري.

یادونه: که څه هم د سور مرچ استعمال د معدې زخمونو په جوړښت کې مرسته کوي، خو بیا هم ډاکټران د مرچ په خوړو کې د منځلاریتوب ښودنه کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د