نړۍ

پاکستاني چارواکو دوه وروڼه دانسانانو دغوښودخوړلو په تورنیولیدي

people_who_were_eating_human_flash(نن ټکی اسیا اپریل ۲۰۱۱/۰۷) پاکستاني چارواکو خبرورکړیده چي تیره ورځ یی امنیتي مسئولینو دوه وروڼه هر یو عارف علي اوفرمان علي دانسانانو دغوښو خوړلو په تور ونیول، خبرزیاتوي چي دواړه وروڼه هغه وخت دپولیسو لخوا ونیول شول کله چي دیوي وفات شوی ښځي  قریبانو ولیدل چي دمړي جثت یی له قبر څخه ایستل شویدي. وروسته دوفات شوی ښځي قریبانو عارف علي اوفرمان علي ته ګوته ونیوله اودمړي دتښتولو شک پري وکړ، دپاکستان دپنجاب ایالت دسرګودي دښاردپولیسو قومندان وایی، کله چي دمړي دپاته شونو له لوري مونږته خبرراکړل شو، سمدستي پولیسو دواړه وروڼه ونیول، چي وروسته مو دنیول شویو کسانو په کورکي دمړي له جثت څخه پریکړل شوی دغوښي ټوټه وموندله او له پلټنو څخه وروسته دمړي نوره برخه هم دتورنو کسانو په کورکي ومندل شوه، دتورنو کسانو له لوري څخه خوړل شوي ښځي دمرګ په مرګ په وخت ۲۴ کاله عمر درلود او دسرطان دناروغي له کبله وفات شوي وه.
دپولیسو له لوري خبر ورکول شویدي چي له طبی معایني څخه وروسته مالومه شوه چي دواړه وروڼه ښه صحت لري اوپه هیڅ رنګه دماغي یا رواني ناروغي باندی ندي اخته او دواړه له  یوي خور سره په کور کي اوسیدل او یواځي خوریی څه رواني تکلیف باند ی اخته ده. دواړو تورنو کسانو دمړي دغوښو په خورلو باندي اعتراف کړیدي اوزیاته کړی یی ده،  لدي څخه وړاندي چي دانسانانو غوښوخوړلوته مخه کړو،مخکي مو دسپیو غوښه خورک وه. دسرګودي په ښارکي د دغه خبر له خوریدو څخه وروسته چي انسان خوړونکي کسان نیول شویدي، خلک له سخت ذهني فشارسره مخ دي او واړه ماشوما ن له هره نا بلده کس څخه ویره لري.
بخت الرحمن بخت ……………………………….نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x