د ټرمپ تورونو ته عمران خان او نورو چارواکو توند غبرګون ښودلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ لړم، ۱۳۹۷ل): د پاکستان لومړي وزير عمران خان او نورو چارواکو د امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغو څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی، چې پاکستان يې د ترهګرۍ په ملاتړ تورن کړی و.

ټرمپ ويلي و، چې امریکا پاکستان ته ملياردونه ډالر ورکوي، خو په مقابل کې يې اسلام اباد امریکا ته هېڅ نه دي ورکړي.

عمران خان د ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې ويلي، چې پاکستان د امريکا لپاره د ترهګرۍ ضد په نوم جګړه کې د ۱۲۳ میلياردو ډالرو د زيان سربېره پنځه اويا زره انسان له لاسه ورکړي دي، خو په مقابل کې يې امريکا پاکستان ته يوازې ۲۰ميليارده ډالر ورکړي دي.

عمران خان دا هم ويلي، د امريکا لپاره په دغه جګړه کې قبايلي سيمې ويجاړې شوې، لکونو کسان بې کوره شوي او پاکستان اوس هم خپله خاوره د امریکا د جګړې لپاره کاروي.

عمران خان په خپل ټويټر پيغام کې له امریکايي ولسمشر  څخه پوښتنه کړې: «د داسې  کوم هېواد نوم راته وښيه، چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې يې له پاکستانه ډېره قرباني ورکړي وي.»

له عمران خان وړاندې  د پاکستان د بشري حقونو د چارو وزيرې شيرين مزاري ويلي و، ټرمپ د امریکا جګړې لپاره د پاکستان قربانۍ له پامه غورځولي او زياته کړې يې ده، چې د امریکايي ولسمشر څرګندونې د امریکا لپاره د خپلو خلکو وژونکو ته د عبرت درس دی.

د شيرين مزاري اشاره په ظاهره د پاکستان پخواني پوځي واکمن جنرال پروېز مشرف او نورو چارواکو ته وه.

د پاکستان مسلم ليګ نواز ګوند لوړپوړي مشر او پخواني دفاع وزير خواجه اصف ويلي، چې پاکستان د امریکا لپاره داسې جګړې کړي، چې له امله يې پاکستان اوس هم د اور په لمبو کې سوځي.

د امریکا او پاکستان اړيکې د روان ۲۰۱۸ کال له پيله هغه مهال ترينګلې شوې، چې ولسمشر ټرمپ په يوه ټويټر پيغام کې پاکستان  ته د ميلياردونو ډالرو ورکول حماقت بللی و او پاکستان يې د ترهګرۍ په ملاتړ تورن کړی و، خو څو مياشتې وړاندې دغه اړيکې يو ځل بيا د ښه والي پر لور روانې وې، چې  شونې ده  يو ځل بيا د واشنګټن او اسلام اباد اړيکې خړې پړې شي.

په عين حال کې د امریکا مرستيال ولسمشر مايک پنس له پاکستان څخه غوښتيی، چې په افغانستان کې د جنګېدونکو له ملاتړ څخه لاس واخلي او پر خپله خاوره له ځای ورکولو ډډه وکړي.

پاکستاني چارواکو تل دغه تورونه رد کړي.

خواجه اصف او د پاکستان د بهرنيو چارو پخواني وزير  وزير شاه محمود قريشي په ګډون ځينو چارواکو ويلي، چې امریکا په افغانستان کې د خپلې ماتې پړه پر پاکستان اچوي، چې دا کار د منلو نه دی.

avatar
2 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د پاکستان غلامه اداره او توند غبرګون ؟ داسی مثال لری لکه څوک چه ووایی فلانی سړی غبرګون بچی زیږولی دی. د دوی توند غبرګون به هله وی، چه ویلی وی تر دی دمخه چه مشرف (بی شرف ) مرداری او خر شریف څومره د شل بیلونو ډالرو د غلامی ځنځیرونه په غاړو کی اچولی وو د امریکا د باره یی طالب مجاهدین زندانو کی شکنچه او لا یی په امریکایانو پلورل چه ګوانتانامو، باګرام او ابوغریب وحشی زندانو کی یی د هر دول وحشت لاندی بندیان وساتی او حتی دننه په پاکستان ، سوات ، خیبر او وزیرستان کی… نور لوستل »

غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

بیانزی صاحب.سری زرو هګی امریکا اچولی او پاکستان به خوړلی،نوری هګی بندی دی،پاکستان به ډیر زر د مداری په لیکه کی سر کیږدی،لږ حوصله کوه.د کنړ سیند هم انشآلله په بندوو،او پښتونستان خو می د زړه رګ دی،

سلیم
میلمه
سلیم

غمی پښتون صاحب ! دا جلا خبره ده چه پاکستان د ډیورند به کرښه زمونږ سره دشمنی لری خو امریکا چه د ډیورند د کرښی پورته هیواد اشغال کړی خلک مو وژنی میرمنی مو بی عفته، حتی ماشومانو سره لواطت څه جه خلک وایی د ژباړنو سره هم . په دای حال کی چه پاکستان هم د امریکا او انګریزانو غلامان دی د بادار په غلامانو په قهر یاست خو په هماغو بادارانو چه زمونږ باداران دی زمونږ په هوا کی یی الوتکی او سرکو کی ټانکونه ګرځی خلک مو وژنی قهر درځی ؟ منم چه یو شمیر په میدیا… نور لوستل »