
«د ټاکنو خپلواک کمیسیون هیڅ خپلواکي نه لري»
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹لړم، ۱۳۹۷ل): د ټاکنیزې پروسې د څار بنسټونه وايي، د ولسمشریزو ټاکنو د مهالوېش په اړه د ټاکنو کمییسون ګونګ دریځ په ډاګه کوي، چې هیڅ خپلواکي نه لري.
ټاکنو کمیسیون په تېرو شاوخوا دوه اوونیو کې پرلپسې څو ځلې د ولسمشریزو ټاکنو د اعلانولو وخت په ډاګه کړ، خو پرلپسې يې شاته ټېل وهي.
د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ وايي، کمیسیون نړیوالې ټولنې ته په تمه دی، چې هغوی کوم شرایط لري.
د دې ټولنې مشر نعیم اصغري رسنیو ته وویل، کمیسیون خپل واک نه لري، دوی نړیوالې ټولنې ته ګوري، چې هغوی ولسمشریزې ټاکنې پر خپل وخت ترسره کوي او که يې د سولې په پلمه ځنډوي.
د رڼو او ازادو ټاکنو بنسټ هم ورته نظر لري او زیاتوي، چې کمیسیون بشپړ د حکومت تر واک لاندې دی.
د دې بنسټ ویانده صغرا سعادت وايي، کمیسیون خپل واک نه لري او دې ته په تمه دی چې، حکومت کله او څنګه فرمان صادروي.
د ولسي جرګې غړي هم د ټاکنو خپلواک کمیسیون پر خپلواکۍ نیوکه کوي او چې له سفارتونو خپل تصمیم اخلي.
د دې جرګې غړی ګل محمد رسولي وايي، کمیسیون هیڅ خپلواکي نه لري، خپل تصمیمونه له سفارتونو او حکومته اخلي.
په ورته وخت کې د ټاکنو کمیسیون چارواکي دا تورونه ردوي او دعوه کوي، چې په چارو کې خپلواک دي، خو نه وايي چې د ولسمشریزو ټاکنو د مهالوېش پر وړاندې پرلپسې خنډونه کوم دي.
وړاندې دې کمیسیون ویلي و، چې ولسمشریزې ټاکنې به د را روان کال د وري میاشتې په وروستیو کې ترسره شي، خو د رویټرز یو راپور چې د ټاکنو د ځنډ خبر يې ورکړی و، شکونه ډېر کړي دي.
سیاسي ګوندونو ویلي و، که ټاکنو کمیسیون په ولسي جرګې ټاکنو کې سمې پایلې ونه لري، دوی به په ولسمشریزو ټاکنو کې باور پرې ونه کړي.