غزني؛ جاغوري کې طالبانو د نور پرمختګ خبر ورکړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹لړم، ۱۳۹۷ل): په داسې حال کې چې د غزني په مالستان او جاغوري ولسوالۍ کې حکومتي چارواکي د ‏عملیاتو دعوه کوي، طالبانو د تازه پرمختګ خبر ورکړی دی‎.‎

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، د دوی سرتېرو تېره شپه د جاغوري په بابا صاحب کې ‏درې پوستې او شپږ مورچلونه له عسکرو پاک کړي دي‎. ‎

د خبرپاڼې له مخې په دې بریدونو کې ګڼو عسکرو ته مرګ‌وژبله اوښتې، خو د جګړې پر ‏ډګر د دوو تنو جسدونه پاتې شوې دي‎. ‎

وړاندې زیاتوي: «همدارازد مزدور دښمن ۱عراده سراچه موټر،۸ موټرسايکلونه، ‏‏۲ميله کلاشنکوف، ۱میل درازکوف اوګڼ شمير نور مهمات او جنګي توکي د مجاهدینو ‏لاسته ورغلي دي‎.»‎

په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازی عارف رحماني هم وايي، چې طالبانو د زابل ‏له خاک‌افغان نه پر یاده سیمه بریدونه کړي دي‎. ‎

هغه د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاتوي چې دولتي ځواکونو يې پر وړاندې جګړه ‏کړې ده‎. ‎

دغه سیمې له نږدې دوو اوونیو راهیسې د پرلپسې جګړو شاهدې دي، چې د بې بې سې ‏په قول د جاغوري د اربکیانو له ډزو او لویو توپونو له امله د ګیلان رسنې سیمې ‏شاوخوا ۱۲۰۰ کورنۍ کډوالۍ ته اړ شوې دي‎. ‎

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د