ارګ یو ځل بیا د زلمي خلیلزاد د راپور ورکولو دعوه وکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹لړم، ۱۳۹۷ل): د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی ډاکټر زلمی خلیلزاد وړمه ورځ کابل ته ‏راورسید او تېره ورځ يې ارګ‌مشر د راپور اخیستو دعوه وکړه‎. ‎

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه لیکي، زلمي خلیلزاد د خپل دویمي سفر په اړه محمد اشرف ‏غني ته راپور ورکړ او ورته يې یاده کړه چې خبرو اترو ته ښه زمینه برابره شوې ده‎.‎

زلمي خلیلزاد د خپل ماموریت په اوږدو کې په دویم سفر کې تېره چهارشنبه، پنجشنبه ‏او جمعه پرلپسې له طالبانو سره خبرې اترې کړې دي‎. ‎

ارګ د هغه د لومړي سفر پر وخت هم دعوه کړې وه، چې نوموړي ورته د خپل سفر ‏ټول جزییات ورکړي دي، خو نیویارک ټایمز وویل چې هیڅ يې ورته نه دي ویلي‎. ‎

د سرچینې په وینا زلمي خلیلزاد په بېلابېلو پلمو له طالب استازو سره د خپلو خبرو ‏اترو جزییات پټول، چې ارګ له هغه وروسته د ځان ګوښه کېدنې سوچ واخیست‎. ‎

په ورته وخت کې زلمی خلیلزاد ویلي، ارګ هڅه کوي چې د خبرو اترو لپاره یو با ‏صلاحیته پلاوی وګماري او په وینا يې زه فکر کوم چې پرې بوخت دی‎. ‎

ارګ د سولې خبرو اترو لپاره د مشورتي بورډ پر جوړولو بوخت دی، چې ورسره د سولې ‏شورا د لغوه کېدو اندېښنې هم پیاوړې شوې دي‎. ‎

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د