ارشیف

غزني؛ د جاغوري اربکیانو د ګیلان ۱۲۰۰ کورنۍ لېږدېدو ته اړ کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹لړم، ۱۳۹۷ل): په غزني کې د ګیلان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، له جاغوري ولسوالۍ سره پر پوله د ‏مېشتو اربکیانو ډزو او لویو توپونو ۱۲۰۰ کورنۍ کډوالۍ ته اړ کړې دي‎. ‎

بې بې سې د ځايي اوسېدونکو له خولې وايي چې اربکیان پرلپسې بې له کوم مشخص ‏هدف نه رسنې سیمې په لوري توپونه ور ولي‎. ‎

سرچینه زیاتوي چې د دې تر څنګ بې پیلوټه الوتکې هم بمبارۍ کوي چې تر اوسه پکې د ‏عبدالمالک پر کور بمبار د هغه مېرمن وژلې او د کورنۍ څلور نور غړي يې ور ټپیان کړې ‏دي‎. ‎

بې بې سې د کابل مېشتې غزنیوالې مدني فعالې نرګس ترکې له خولې لیکلي، چې بې ځایه ‏شویو کورنیو ته چنده کوي او په خورا بد وضعیت کې ژوند کوي‎. ‎

د غزني د ولایتي شورا پخوانی غړی او د ګیلان اوسېډونکی عبدالولي هم ورته نظر لري ‏او وايي چې د جاغوري اربکیان بې له دې چې ډز پرې وشي د رسنې سیمې په لوري توپونه ‏توغوي‎. ‎

د غزني ځايي چارواکي په جاغوریو کې د اربکیانو له لوري ملکي تلفات او د خلکو ‏ځورولو راپورونه نه مني‎. ‎

دا په داسې حال کې دی چې دفاع وزارت په مالستان او جاغوري کې د درې درې سوه ‏نورو کسانو د مسلح کولو نیت لري، چې دوی يې «سیمه‌ییزه اردو» بولي‎. ‎

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د