امریکا؛ شیکاګو کې بریدګر دوه ډاکټرې او یو پولیس وژلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹لړم، ۱۳۹۷ل): د امریکا په شیکاګو ایالت کې یو تن په روغتون کې ډزې کړې، چې پکې دوه ډاکټرې، یو ‏پولیس او خپله بریدګر وژل شوی دی‎. ‎

د شیکاګو پولیس وايي، د برید علت نه دی معلوم، خو داسې ښکاري چې بریدګر ‏غوښتل کومه ناروغه مېرمن چې هغه پېژندله په نښه کړي‎. ‎

د شیکاګو ښاروال ایمانوېل، دا لوی غم بولي او زیاتوي، چې نن ټول ښار ژاړي‎. ‎

دا لومړی ځل نه دی چې ورته پېښه رامنځته کېږي، بلکې د امریکا ګڼ ښارونه د داسې ‏پېښو شاهدان پاتې شوي دي‎. ‎

د وسله‌وال تاتریخوالي ثبتوونکې ویبپاڼې پخپلو معلوماتو کې لیکلي، چې یوازې سږ کال ‏کې امریکا کې ۱۳زره تنه په ډزو کې وژل شوي دي‎. ‎

د سرچینې په وینا په دې ډول پېښو کې ۲۵زره پولیس ټپیان شوي او ۲۵۰ تنه نور وژل ‏شوي دي‎. ‎

امریکايي ایالتونه د نړۍ په سطحه هغه هېوادونه ګڼل کېږي، چې ډېر عام خلک پکې ‏وسله ګرځولی شي‎. ‎

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د