د امریکا د کانګریس پلاوی، کابل ته را رسېدلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹لړم، ۱۳۹۷ل): د امریکا د کانګریس یو پلاوی په نا اعلان شوي سفر کابل ته راورسید او تېر ماښام يې ‏د ګډ حکومت له یو مشر سره هم وکتل‎. ‎

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه لیکي، دغه پلاوی د جیم بنکس په مشرۍ کابل ته راغلی او ‏له محمد اشرف غني سره يې د سولې د خبرو اترو، د هېوادونو د اړیکو او مرستو په اړه ‏خبرې اترې کړې دي.‏‎ ‎

سرچینه زیاتوي، دوی اشرف غني ته د پرلپسې مرستو ډاډ ورکړی، خو د دې پلاوي د ‏سفر اصلي هدف په اړه څه نه دي ویل شوي‎. ‎

دا پلاوی وروسته له هغه کابل ته راځي، چې غني د مشورتي بورډ په نوم پر منډو ترړو ‏بوخت دی، د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د طالبانو له درې ورځنیو خبرو ‏راستون شوی او ټرمپ وړمه ورځ افغانستان او عراق ته د سفرونو اظهار وکړ‎. ‎

ډونالډ ټرمپ له فکس نیوز سره خبرو کې وویل، چې د نا امنۍ له امله کره نېټه نه‌ شي ‏په ډاګه کولی، خو عراق او افغانستان ته د سفرونو نیت لري‎.‎

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د