افغانستان

‎اروپايي ټولنې هم د افغانستان جګړې ختمولو هرکلی کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹لړم، ۱۳۹۷ل): اروپايي ټولنې هم په افغانستان کې د جګړې د پای او د سولې د هڅو ملاتړ کړی دی‎. ‎

دې ټولنې په یوه راپور کې چې پرون خپور شوی، ویلي، چې په افغانستان کې د سولې ‏هڅو ته هیله‌من دي‎. ‎

اروپايي ټولنه چې په بېلابېلو برخو کې د اوسني حکومت ملاتړې پاتې شوې، وروسته له ‏هغه دا څرګندونې کوي، چې د سیمې په سطحه د سولې لپاره هڅو زور اخیستی‎. ‎

دوه ورځې وړاندې د امریکا لوی درستیز جوزف ډنفورډ هم وویل، چې طالبان د جګړې ‏له لارې نه شي ماتولی او ښه ده چې جګړه د خبرو له لارې حل شي‎. ‎

اروپايي ټولنې د جېنوا راتلونکی کنفرانس هم د افغانستان لپاره یو فرصت یاد کړی، په ‏دې کفرانس کې به د وړم کال د شویو ژمنو اړوند خبرې وشي‎. ‎

یاده دې وي د افغان سولې اړوند د امریکا ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد هم ‏کابل کې رسنیو ته وویل، چې بې ځایه تمې نه خپروي، خو د سولې د خبرو اترو لپاره ‏‏«محتاطانه خوشبین» دی‎.‎

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x