توبه د فيسبوکيانو له ښکرورو درواغو څخه !

عبدالمالک همت

په دې ورځو کي بيا زموږ په فيسبوکي نړۍ کي د درواغو ويلو بازار عجيبه تود سوی دی. د سولي په اړه درواغجنانو ته د فيسبوکي درواغو او بې حقيقته خبرو او آوازو خپرولو عجيبه موکه په لاس ورغلې ده.

د دوی د درواغو دې څو جالبو بېلګو ته ځير سئ:

  • زلمى خليل زاد وايى : د افغانستان ټولي خواوي دى راتلونکى ولسمشريزى ټاکنو نيټہ د دايمى سولي لپارہ يو هدف او ټارکټ وټاکى.
  • د طالبانو نیږدې یو شمیر بندیان په لومړي قدم کې له بنده څخه خوشي کيږي.کله چې دغه بندیان امن ځایونو ته ورسیږي له هغه وروسته به دوهم ګام طالبان پورته کوي او د یوې اونۍ لپاره به اوربند اعلانوي.
  • د یوې اونۍ په جریان کې به امریکایان د ځواکونو د وتلو مهال ویش اعلانوي.
  • بيا به دا اوربند درو مياشتو ته غځوي. او د دریو میاشتو د اوربند په موده کې به موقتې ادارې ته د واک پر لیږد، د موقتې ادارې د مشر په ټاکلو خبرې کيږي.
  • د موقتې ادارې د مشري لپاره خلیلیزاد د طالبانو مشرانو ته د اتو کسانو نومونه وړاندې کړي چې د دواړو خواوو له موافقې وروسته به ټاکل کيږي.
  • کله چې واک موقتې ادارې ته وسپارل شوو، د موقتې ادارې دنده به دا وي چې په اساس قانون کې د تعدیل لپاره لویه جرګه را وغواړي او د ټاکنو لپاره زمینه برابره کړي .

توبه خدايه ! دا عجب دلاوره خلک سول. ما يو مهال په باختر آژانس کي کار کاوه ، کوم وخت چي به مي په کوم خبر، يا رپوټ کي لږ د شبهې ځای راته ښکاره سو ، په هغه کي به په واقعيت کي څه د شک خبره هم نه وه ، خو زما به زړه زېږدې دی چي نه، چا ته درواغجن ونه ايسم، اما دا اوسني فالتو، بې رسنيو، او بې مکلفيته فيسبوکي خبريالان د دغسي ښکرورو درواغو په ليکلو هيڅ د شرم احساس هم نه کوي.

عجيبه ده د دوی دې ډول ډول درواغو جوړولو ته څه اړتيا ده؟ د هيواد په دې مهمو او حساسو تاريخي شېبو کي چي د ډېري مهمي مسئلې، يعني سولي او د بهرنيو پوځي ځواکونو او د ګران او خواږه هيواد د خپلواګۍ د بيرته ترلاسه کولو په اړه خبري رواني دي ولي رښتيا او درواغ سره ګډوي؟ ولي داسي کوي چي د دغو بې مسؤوليتو کسانو د ډېرو درواغو له امله رښتيا او درواغ سره ورک سي او بيا خلک په دې اړه پر رښتيا خبره هم د درواغو ګومان کوي؟

آيا دوی نه پوهېږي چي درواغجن د خدای جل جلاله دښمن دی؟

لوی څښتن سبحانه فرمايي:

﴿ انّمَا یَفتَرِی الکَذِبَ الذینَ لایؤمِنُونَ بآیات الله و اُولئک هُم الکَاذِبُون ﴾[النحل: ۱۰۵]

ژباړه: درواغ هغه خلک جوړوي چي د الله آيتونه نه مني (او ايمان نه پر لري، ځکه دوي نه له عذابه وېريږي او نه د کومي بدلې او ثواب هيله لري). او په حقيقت کي دوی درواغجنان دي (او لامل يې هم دادی چي دوی همدغسي په درواغ ويلو عادت سوي دي).

بل ځای فرمايي:

﴿ إنّ اللهَ لا یَهدی مَن هُوَ کَاذِب کَفّار ﴾[زمر: ۳]

ژباړه: باور وکړئ چي الله داسي يو څوک چي درواغجن وي او د الله پر نعمتونو ناشکري کوي د سمي او حق لاري پر موندلو نه بريالی کوي.

که دغه خبري له نورو سرچينو څخه وي خو هم يې بايد دغه اماتور ژورناليستان د هغو د رښتيا ثابتېدو تر وخته ونه منئ او نشر يې نه کړئ. بلکي په اړه يې څېړنه او معلومات وکړي. په دې اړه قرآن حکيم داسي لارښوونه کوي:

﴿ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ جَاءَكُمْ فَاسِقٌ بِنَبَأٍ فَتَبَيَّنُوا أَنْ تُصِيبُوا قَوْماً بِجَهَالَةٍ فَتُصْبِحُوا عَلَى مَا فَعَلْتُمْ نَادِمِينَ (6)﴾[الحجرات: ۶]

ژباړه: اى مومنانو ! كه  كوم فاسق تاسي ته کوم خبر دروړي، نو تاسي د هغه صحت په اړه څېړنه وکړئ او سمدستی يې رښتيا مه ګنئ. نه چي تاسي كومي ډلي ته په ناپوهي او د هغه د حقيقت څخه په ناخبري سره ضرر ورسوئ  او بيا (د خبر د ناسموالي په څرګندېدو سره پر خپلو كړو پښېمانه سئ.

په پای کي زما دغسي درواغ خپروونکو ته دا سپارښتنه ده چي لومړی خو د دې فيسبوک ملنګان کېږئ مه. بل له دې ډېري ښې رسنيزي او ټولنيزي وسيلې څخه د اړتيا په کچه او په معقوله توګه د خپل دين، هيواد او خپلو خلکو د خدمت لپاره او د علم او پوهي د خپراوي په موخه او د اړتيا وړ ګټورو چارو د تر سره کولو لپاره ګټه  واخلئ. نور په مطلقه توګه له درواغ ويلو او د نورو کفري او مغرضو شبکو له درواغو خپرولو څخه په ټينګه ډډه وکړئ. بې ځايه د خلکو اذهان مه مغشوشوئ، څو مو نه شخصيت ته او نه آخرت ته تاوان ورسيږي. والسلام.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د