میلاد النبي (ص)

ډاکټر فیض محمد ځلاند

د محمد ( ﷺ )په لار چې تلمه تر حرم لاړمه
د یو څو ورکو قدمونو په قدم لاړمه

د رڼاګانو طوافونه مې تر سترګو کېدل
یو څو ګامه چې د ستورو شاته سم لاړمه

ستا لپې لپې دعاګانې وې ولاړې مورې
په ورکه لاره چې زه تلمه تر صنم لاړمه

د نفرتونو تورتمونه یې په زړه کې ساتل
ښه شوه له داسې یو کاروان سره چې کم لاړمه

ځلانده هر څه په خپل ځان په دې سفر کې منم
لکه یثرب زړه له یو ګل سره تړم لاړمه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د