نعت شريف/ عنايت الله ديدار

عنايت الله ديدار
ــــــــــــــ
ما وحشي له خوب کې راشه
د هوش بله ډیوه راکړه
پښېمانه مې دي سترګې
محمده! ما زما کړه

لاس و پښې مې کړې راټولې
باغي شوی مې تندی دی
زړه زما هوس زما دی
ژوند پردی اختیار پردی دی
ماته نوی وجود راکړه
هغه زوړ! مې لیونی دی
منتشر یم ټول به نشم
اور بلېږي خور لوګی دی

نور په خپل وجود کې پټ شم
خو لاسونه مې ښکاره شي
تناسب راکې پیدا شي
اندامونه مې ښکاره شي

ستا شارحې سترګې څه شوې
زما موټي کې ابهام دی
حجابونو ۔ دېوالونو
په ما کړی ټول ناکام دی
تا خو سپين سهار خور کړی
زما مخ باندې ماښام دی
چې اسره دې د ذات نه وي
ژوند خو نه دی انتقام دی

داسې چوپ او حیران پروت یم
ستا په در کې محمده !
لکه ژوند چې څوګ ایسار کړي
چرته غر کې محمده !
ــــــــــــــــــ
عنایت الله دیدار

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د