فیسبوک یو ځل بیا د نن ټکی اسیا پاڼه بنده کړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹لړم، ۱۳۹۷ل): د فیسبوک ادارې یو ځل بیا د نن ټکی اسیا رسمي فیسبوک پاڼه چې تر ۶۱۰ زره زیاتو کسانو خوښه کړې وه او هره اونۍ يې تر یوه ملیون زیات کتونکي لرل، د نامعلومو وجوهاتو پر اساس حذف کړه.

که څه هم د نن ټکی اسیا ادارې له خوا په مکرر ډول د فیسبوک د ادارې سره تماس ونیول سو، خو تر اوسه یې د لومړني کومک په برخه کې ګمارل شوي موظفین وايي چې دوی نه پوهیږي، فیسبوک د کومي پالیسۍ پر اساس ستاسو پاڼه بنده کړې، دوی نن ټکی اسیا ته وویل چې خپلو جګپوړو چارواکو ته یې د لا زیاتو معلوماتو ورکولو په موخه غوښتنه لیږلې، خو تر اوسه یې جواب نه دی تر لاسه کړی.

په تېره لنډه موده کې دا دوهم ځل دی چې د نن ټکی اسیا پاڼه د فیسبوک له لوري بندیږي او د فیسبوک د هغې ادارې سره د اړیکې هیڅ لاره نشته چې د پالیسي څارنه کوي او بیا یې پر اساس پاڼې بندوي.

که څه هم تر اوسه د نن ټکی اسیا سره داسي څه ثبوت نشته چې د افغانستان حکومت او یا په افغانستان کې د بشپړ ملاتړ ماموریت (امریکا اوناټو) دي د فیسبوک څخه د نن ټکی اسیا د رسمي پاڼي تړلو غوښتنه کړې وي، خو بعیده هم نه ده، ځکه د همدې حکومت په غوښتنه په افغانستان کې تلیفوني او انټرنیټي شبکو د نن ټکی اسیا وېب پاڼه په غټو ښارونو کې بنده کړې او د لیکوالانو تر څنګ یې مشهور شخصیتونه منعه کړي او یا فشار باندي وارد کړی چې د نن ټکی اسیا سره مرکې وکړي او یا هم لیکنې ورته وکړي.

نن ټکی اسیا د تل په شان بیا هم پر خپل بې پریتوب ټینګار لري، او بیا به هم د بیان د ازادۍ د اصل او مروجه قوانینو په رڼا کې خپل رسنیز رسالت ته ادامه ورکوي او د خپل پښتون او افغان ملت د ارمانونو او دردونو عکاسي به کوي او د هغوی د اذهانو د تنویرولو لپاره به خپله ورځ او شپه یوه کوي.

د نن ټکی اسیا ویب پاڼه (nunn.asia) خپله دومره مشهوره ده چې هره ورځ یې د فیسبوک څخه بغیر په زرګونو کسان ګوري او همداسي د نن ټکی اسیا د موبایل اپلیکیشن تر لسو زرو زیاتو کسانو خپل موبایل ته کښته کړی او د نن ټکی اسیا لیکنی او خبرونه اول په اول تعقیبوي. په ورته وخت کې نن ټکی اسیا په ټویټر کې فعاله او رسمي اکاونټ لري چې تر اوسه تر شل زرو زیات مینه وال لري.

د یادونې وړ ده چې په فیسبوک کې د نن ټکي اسیا په انګریزي او پښتو نامه باندي تر ۳۰ زیاتي جعلي پاڼي جوړي دي، چې نن ټکی یې د نشریاتو او یا د افرادو او نورو جهتونو له لوري ورسره د هر ډول تعامل مسؤولیت څخه ځان بري بولي. نن ټکی اسیا یې په اړه فیسبوک ته شکایتونه کړي خو تر اوسه یې نتیجه نه ده ورکړې.

په ټولنیزو پاڼو کې د نن ټکی اسیا ادرسونه په لاندي ډول دي:

ټویټر:

https://twitter.com/nunnasia

فیسبوک – موقت:

https://www.facebook.com/nunn.asia1/

د نن ټکی اسیا د ټیلیګرام چېنل:

http://www.t.me/nunnasia1

د نن ټکی اسیا د موبایل اپلیکیشن: ( د نن ټکی اسیا د لیکنو او خبرونو د ترلاسه کولو لپاره تر ټولو غوره لاره)

https://play.google.com/store/apps/details?id=com.nunnasia

د نن ټکی اسیا د ګوګل پلس اکاونټ:

https://plus.google.com/u/1/113186593392055278490

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د نن ټکی اسیا پاڼی چلوونکو ته زما وړاندیز په دی اړه دا دی چه د فیسبوک د ځوان مشر سره حسنه اړیکی ونیسی او په دی اړه ورسره خپلی خبری تل مطرح کړی او د افغانستان او نړی په روانو حالاتو کی تری د نظر او ارزونو په اړه معلومات تر لاسه کړی هغه او یا د هغه ټیم هم انسانان دی د انسانانو په ګټو به خوشاله او په تاوان به یی خوابدی کیږی