نظــر

سوله او زموږ دریځ / ډاکټر فاروق اعظم

په نومبر ۲۰۰۸م کی می د افغانستان د سوله ایز بدلون د ټولنی په سوو غړو ته په کابل کی وویل چی روان جنګ یو تپلی ظالمانه جنګ دی چی ګټونکی نه لري؛ خو موږ به ډیر وځپل سو. د وتلو لار می د ټولني په نمایندګي ورته وړاندی کړه. څو میاشتي وروسته (۱۰ فبروری ۲۰۰۹) مو یو لوی سیاسی تحلیل نشر کړ چی امریکا او ناټو دا جنګ نه سي ګټلای. هغه وخت دا خبره پر ډیرو بده لګیده. په مئ ۲۰۰۹ کی می یو کتاب چاپ او نشر کړ «د افغانستان د بحران سیاسی حل». هلته می لیکی وه چی د جنګ اور به شمال ته ولاړ سي، اداری فساد او د تاریاک کښت به اوج ته ورسي، په ولس کی به بی اعتمادي زیاته سی، اخلاقي او ذهنی انحطاط به ډیر سي. د بحران د حل لار می یو بیطرف مؤقت حکومت وښود. د وخت ولسمشر ته می د مؤقت حکومت طرح، د بحران د حل په منظور د خپل منځګړیتوب او طالبانو ته په دننه هیواد کی د یو معقول ادرس د ورکولو وړاندیز وکړ. ولسمشر په ډیر ادب هغه طرح د مطالعی لپاره واخیسته؛ خوښه یی نه سوه. خو د دولت نورو خلکو منفی عکس العمل وښود.

په ۳ اګست ۲۰۱۰م مو د افغانانو په ابتکار او مشري دافغانستان د بحران د سیاسی حل طرحه په انګلیسی ژبه نړیوالو ته وړاندي کړه. په ۵ اکتوبر ۲۰۱۰ مو د افغانستان لپاره د لاري نقشه په نوم د یو بیطرف مؤقت حکومت د جوړیدو عملی میکانیزم وړاندی کړ او هغه مو جمهور رئیس ته ورکړ.

په ۱۱ اګست ۲۰۱۲ کی می په دوحة (قطر) کی د افغان بحران د حل لپاره د منځګړیتوب د ضرورت طرحه وړاندي کړه.

په ۲۹ جولای ۲۰۱۳ کی مو حکومت ته د ۲۰۱۴م ولسمشري انتخابات په عوض کی د یوه مؤقت حکومت وړاندیز وکړ چی د منفی غبرګون سره مخ سو.

په ۱۷ فبروری ۲۰۱۴ مو د «زموږ موقف» تر عنوان لاندی یو لوی پریس کنفرانس راوباله او په لکونو پاڼی مو نشر کړی چی د ولسمشرۍ د غیر شفاف انتخابات په عوض کی دی د یو مؤقت حکومت لپاره کار وسي. حکومت منفی عکس العمل وښود. په ۳ اپریل ۲۰۱۴ کی می په قرغزستان کی په یو نړیوال کنفرانس کی د افغان بحران د حل لپاره د خپل منځګړیتوب او د یو مؤقت حکومت وړاندیز وکړ.

په ۲ مئ ۲۰۱۵ د پګواش په غونډه کی چی په قطر کی وسوه خپل موقف ووایه. هلته می د بحران د حل لپاره د منځګړیتوب او یو مؤقت بیطرف حکومت د جوړیدو ږغ پورته کړ. ولسمشر ته مو په ۱۹ مئ ۲۰۱۵م د سولي د تحقق په منظور ډیره سالمه مشوره ورکړه چی طالبان، دولت او دولت طالبان په رسمیت نه پیژنی. نو افغانانو ته دي د منځګړیتوب موقع ورکړه سي. د قطر پر غونډه می په پښتو او انګلیسی دوه کتابونه (د قطر د سولي په غونډه کی زما ونډه) په جون ۲۰۱۵ کی چاپ او نشر کړل. هلته ویل سویدی چی د افغانستان په بحران کی د چا لاسونه او ګټي دي او حل یی څه دی؟ په ۱۱ اکتوبر ۲۰۱۵ په مسقط عمان کی مو بیا خپل موقف بیان کړ.

په ۲۴ جنوري ۲۰۱۶م کی مو په دوحة قطر کی د پګواش په کنفرانس کی په افغانستان کی د سولی او امنیت په باره کی عملی وړاندیزونه وکړه. په ۶ ډسیمر ۲۰۱۶ کی می په اسلام آباد کی په یو نړیوال کنفرانس کی د سولي، منځګړیتوب او مؤقت حکومت خبره وکړه. په ۲۸ اپریل ۲۰۱۶م کی می په ارګ کی ولسمشر او د دولت مشرانو ته د سیاسی حل وړاندیز وکړ چی د مجلس او ولس لخوا خورا ښه بدرګه سو.

په ۱۳ اپریل ۲۰۱۷م کی مو د دولت رئیس ته د خواخوږۍ مشوره ورکړه چی تاسی د بحران د حل لپاره افغانانو ته د منځکړيتوب موقع ورکړی او موږ تیار یو په دغه مورد کی مرسته درسره وکړو. په ۲۰ اپریل ۲۰۱۷م مو دغه غوښتنه تکرار کړه. په ۱۹ مئ ۲۰۱۷ مو ولسمشر ته بیا د یو شرافتمنده سولی عملی مشوره ورکړه. په ۱۲ سپتمبر ۲۰۱۷ کی مو په اسلام آباد کی په یو نړیوال کنفرانس کی د یو مؤقت حکومت ږغ بیا پورته کړ.

په جولای ۲۰۱۸ کی می په هامبورګ کی یوی درنی غونډي ته وویل افغانستان د ستراتیجی داسی تغییر ته ضرورت لری چی د تیر ۱۶ کاله لاسته راوړني په نظر کی ونیول سي.

اوس چی ښاغلی ډاکټر زلمی خلیلزاد د افغانستان د یو سیاسی حل په منظور لګیا دی کار کوی، موږ یی ملاتړ کوو. د افغانستان د بحران د معقول حل یوازنی لار د یو مؤقت بیطرف حکومت تشکیل دی چی لاندي خصوصیات ولري:

۱. داسی یو افغان دي د بیطرف مؤقت حکومت مشر وټاکل سی چی د جنګ اړخونه، ګاونډیان او نړیوال ورڅخه ونه ویریږي، خو د هیڅ اړخ نماینده نه وي. په بیطرفۍ، مدیریت او پاکنفسۍ مشهور وي او د جنګ د هیڅ اړخ برخه نه وي پاته سوی . ددغه مؤقت حکومت موده دی د ۳-۵ کالو پوري وي. د حکومت مشر دي خپل کاري ټیم پخپله جوړ کړي او نړیوال دي د هغه مرسته وکړي.

۲. د افغانستان ځمکنی تمامیت او ملی حاکمیت دی نړیوال تضمین کړي.

۳. په افغانستان کی دي جنګ په قطعی ډول بند او د امریکا د حضور په باره کی دي یوه روښانه تګلاره ترسیم سي.

۴. د افغانستان د بیا ودانیدو لپاره دي یو خاص نړیوال صندوق جوړ سي.

۵. د پاکستان او ایران څخه دی افغان مهاجرین د نړیوالو په مرسته بیرته افغانستان ته راستانه سي.

۶. د افغانستان د ټولو خلکو څخه دي ثقیله وسله ټوله او تر هغه وروسته دي د عامو او شفافو انتخاباتو له لاري دغه مؤقت حکومت خپل ځای و منتخب حکومت ته پریږدي.

یادونه: ددغسی یو بیطرف مؤقت حکومت میکانزم زموږ سره سته.

پای

* ډاکټر فاروق اعظم د افغانستان د سوله ایزبدلون د ټولنی مشر دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

محترم اعظم صاحب دا نده روښانه کړی چي د دوې د سوله ايز بدلون د چا له خوا حمايه کيږي او مصارف ئې څوک ورکوي . کومي مادې چي اعظم صاحب ذکرکړي دئ پخپله ډير ښه په پوهيږي چي طالبانواو ملت ته به قبوليت ونلري . ۱- دا بيطرفه(بيشرفه) پټ مشر به څوک وي ؟ ملک ټوک ټوک شو دئ لاهم بيطرفه دئ ، که ئې په خوب کي کوم څوک ليدلۍ وي نو داخو بيا خيالې مشر دئ . ۲ـ يعنې داچي د ملل متحد عسکر دې د افغانستان ځمکنې او ملې حاکميت تظمين کړي ، آ خو اوس… نور لوستل »

غمی،پښتین

جمیل صاحب،د ډاکتر صاحب سوله پلان او د هغه کارکردهګی ته چه ستا فکر رسیږی،نو سل کاله وخت نیسی.دا پلان د ستا له سویه څخه ډیر اوچت دی،څه موده مخکی تا په خپله تبصره کی لیکلی وه چه زه یو ساده سړی پښتو خط هم نه لرم.نود سوله پلان لوستل اسانه خبره نه ده.فقط سوله ته دعا کوه،ډاکتر صاحب اعظم ته کامیابی غواړه

جميل

محترم پښتين وروره؛ سلام عليکم ، په بخښينې سره ، ستاسو ليکنې مي ندې لوستې او ستاسو په حسن نيت نه پوهيږم . پښتو ليک مي نه درلود اوس مې پيداکړخو بياهم مشکلات لرم ، مګرساده شکردئ هماسې ساده يم . استاد فاروق اعظم پيژنم ، ليدلئ مې دئ ، ښه منطقې ،هوښياراو په دين پوه سړئ دئ . خو څه وکړو وروره ، وايي وه مجبوره ته مه وايې چي غښتلې ، هرڅوک په ژوند کې مجبوريتونه لري. ځينې مجبوره دې د پيسو لپاره عسکرې کوې ، ځينې پوليس ،ځينې قاضې ،والې ، وزير، او ولسمشر . دځينو نورو… نور لوستل »

لونګ

یی جمیله: لګ دی عقل سر ته راوله. نن دی ماته وویل چه حتمآ به دی د کمونیستانو په اوبو غسل کړی وی. لکه می له یاد وځی. په یاد دی ده؟ ما تاته کله هم څه ویلی وو. آیا ته مسلمان یی او په آخرت باور لری؟ زه به د خدای په مقابل کی تانه پوښتم چه ما تاته څه ویلی وو چه داسی خبره دی راته وکړه. ته په سیاست هیڅ نه پوهیږی. بی ادبی هم کیږی وایی خوسی کونه د عوایی له ښکر سره په جنګ مه اچه وه. اول ځان سمبال کړه، د نړی په سطح… نور لوستل »

جميل

لونګينه ؛
لمړئ دا چي ما تاته ندې ليکلې چي د کمونست په اوبو دې غسل کړيدئ ، هغه بل ورور درته ليکلې دې .
بل دا چي زه دا توهين کمونستانو ته نکوم ، هغوې د اوسنې سيکولرانونه ډير ښه وه ، داچي هغوې ملحد او بې دينه وه خو اوسنې ملحدوغوندې لچک ، خاين او ترهرڅه تيرنوه .
داچې ښه پوره ښکنځل دې راته کړې دا هم ستا د اخلاقو او روزنې ښکارندوئې کوي ، او همدارنګه د دې پاڼې د چلونکو اخلاق هم بر بنډوي .

فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط د محترم ‌‌‌‌‌‌ډاکټرصاحب فاروق اعظم ليکنه ( سوله او زموږ دريځ ) مي د زړه په سترګو ولوستل . دشخصي درناوي او احترام په درلودلو ، د ‌‌‌‌‌‌ډاکټرصاحب په ليکنه کي زياتي سياسي تاريکئ راته په سترګو سوې . او څه داسي ټکي هم راته په ګوته سوه چي ګنګ او لفافه کي پوښل سوي دي . ځکه نو غواړم چي په خپله ‌‌‌‌‌‌د ‌‌‌‌‌‌ډاکټرصاحب او د ‌‌‌‌‌‌ډاکټر صاحب د ليکني د لوستونکو پام ورته را واړوم . 1- سوله او زموږ دريځ . سوله خو صلحه ده . او هرکس د صلحي د لغات… نور لوستل »

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx