ننګرهار پوهنتون کې د چينايي ژبې زده کړې پروګرام پيل شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹لړم، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبياتو پوهنځي کې په لومړي ځل د کابل پوهنتون د کنفوسيوس انسټيټوټ په مرسته د چينايي ژبې زده کړې پيل شوې.

په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د ننګرهار ګڼو علمي شخصيتونو او پوهنتون استادانو ګډون کړی و.

غونډې ته د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنوال ببرک مياخېل په خپلو خبرو کې د چينايي ژبې زده کړو پیل يوه لويه لاسته راوړنه وبلله او زياته يې کړه چې دا پيل به ډير ژر د چينايي څانګې او ډيپارټمنټ بڼه غوره کړي.

مياخېل وويل چې چين د افغانستان ګاونډی هيواد دی چې تر دې وړاندې مو هم ورسره علمی، کلتوري او سوداګريزې اړيکې درلودلې دي چې د چينايي ژبې زده کړې پروګرام سره به دا اړيکې نورې هم پياوړې شي.

ددې سربيره د ژبو او ادبياتو پوهنځي رئيس پوهاند مسعود نيکبخت، پوهنيار رهنورد او نورو علمي شخصيتونو غونډې ته ويناوې وکړې او په ننګرهار پوهنتون کې يې د چيني ژبې زده کړې پيل يوه لويه علمي لاسته راوړنه وبلله.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د