
نعت شريف/ ثاقب خپلواک
ثاقب خپلواک
چې راج یې د شِرک پړ کړ ، په لمن کې ، د حجاز
پَلو یې د شپو ټول کړ ، زرین لمر ؤ د اعجاز
پلوشو کې یې رڼا … لااله الا الله
جبریل چې راوړي وحې ، بیا تر غیږې د حرا
چې وخت د بدرنګۍ ،ستون کړي پر لورې د ښکلا
دې ښار ام القراء ته ، رب ﷻ ورکړی امتیاز
چې وړانګې د توحید شوې ، زاویو کې د تیارو
څرګند شو پر اوفق د جهالت څرک د سپېدو
څښتن ﷻ دی پلوشو کې د کلمې ایښې اعزاز
د جهل ټغر یې ټول کړی ، په حرم کې د کعبې
چې نور به انسانان نه ږدي ، ډبرو ته سجدې
اذان د بلال ورک کړی، د ګونګي ناقوس اواز
پر لوري د اقصی چې ځي،امام المرسلین
امـام د انبیـاو ، رحـمة للعلـمین
بیا ځې د لامکان پر لور د ټول عَلَم ممتاز
طلحه توره په لاس کې ،پښه لري لا پر رکاب
د سعد د غشو ږغ شولو ، جرس د انقلاب
څرګند یې کړو د جنګ میدان کې پټ د مینې راز
تعبیر یې د کسرا ، قیصر کړو زیري د بري
وه رایۀ ،دې غزا کې، د غازي سلمان فارسي
چې وړانګو د خندق و کړی، پر هغه لور پرواز
چې عشق دې کړم جانانه !! زه مین پر جدایې
ثاقب یې هله خوښ کړمه ، دغرو په ملنګي
ؤ ستا مینې پوښلې ، د هغه قَرن اغاز
ثاقب خپلواک