زعفران د ینې سرطان مخنیوي لپاره خورا ګټور دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ لړم، ۱۳۹۷ل): زعفران د اقتصادي ارزښت له لحاظه په نړۍ کې له قيمت بيه کرنيزو محصولاتو څخه شمېرل کيږي، زعفران د نورو کرنيزو محصولاتو په څېر په کيلو ګرام او ټنونو نه پلورل کيږي بلکې په ګرام او مثقال يې اخيستنه او خرڅونه تر سره کيږي.

زعفران د ډیرو ناروغیو د درملو په توګه کارول کیږي، ددې استعمال عصبي، تنفسي، هضمي او د بدن نور سیستمونه غوره کوي، همدا ډول زعفران د مختلفو ویټامینونو او د بدن وړ عناصر لرونکی نبات دی، چې د ډول ډول سرطان مخنیوی پرې هم ممکن دی.

د سرطان ناروغي په نړۍ کې یو له ژر خپریدونکو ناروغیو څخه ده چې هر کال یې له کبله په سلهاو زره کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي، په انګلستان کې  د سرطان مخنیوي لپاره په ترسره شوې څیړنه کې څرګنده شوې چې زعفران د ځیګر لپاره تر ټولو ښه درمل دی او د ځیګر سرطان په مخنیوي کې غوره درمل دي.

د څیړنې پوهانو زیاته کړې ده چې په زعفرانو کې شته «کروسي» هم ځیګر روغ ساتي، او دا د ځیګر سرطان په مخنیوي کې تر ډیرې اندازې  مرسته کوي، دوی ددغه موادو پر اغیز یو شمېر ازموینې ترسره کړې، په پای کې یې وموندله چې زعفران کې شته خوبیانې د ځیګر سرطان په مخنیوي کې خورا ګټور ثابتیږي.

پوهان وایي چې پر زعفرانو د ازموینو په پایله کې دېته نتیجې ته رسیدلي چې په راتلونکې کې  د ځیګر سرطان په درملو کې زعفران استعمال کړي.

یاده دې وي چې زعفران د افغانستان په هرات ولایت کې زیات کرل کیږي، او هر کال یې په کرنه کې زیاتوالی راځي، چې د نړۍ بېلا بېلو هېوادونو ته صادریږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د