دوهم تعقيب: کابل کې د میلادالنبي غونډه کې چاودنې ۱۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ لړم، ۱۳۹۷ل): د کابل ښار په لسمه ناحيه د اورانوس په هوټل کې د میلاد النبي په غونډه کې چاودنې ۱۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د کابل پوليس وايي چې چاودنه نن ماښام شپږ بجې او پنځلس دقيقې د ميلاد النبي په هغه غونډه کې رامنځته شوې چې د ديني عالمانو له لوري جوړه شوې چې په کې ۴۰ تنه وژل شوي او ۶۰ نور ټپيان شوي دي.

په دغه غونډه کې ګن شمير ديني عالمانو او عامو افغانانو ګډون کړی و او د رسول الله صلی الله عليه وسلم د مبارک ميلاد ورځ لمانځل کېده.

د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش او روغتيا وزارت وياند وحيد مجروح وويل چې په دغه چاودنه کې ۴۰ کسان وژل شوي او ۶۰ نور ټپيان دي.

تر اوسه ددې پيښې مسؤليت کوم ډلې په غاړه نه دی اخيستی خو دا چاودنه په خپل نوعيت کې بې سارې ده، تر دې وړاندې د ميلاد النبي په غونډه په دومره لويه کچه بريدونه نه دي ترسره شوي.

avatar
6 د تبصرو شمېر
3 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مولوی احمد
میلمه
مولوی احمد

آیا دا یو اسلامی عمل دی؟

همدرد افغان
میلمه
همدرد افغان

د بلیک واټر او اشعال د قتلونو تسلسل او ثمره. کله چی د بمبار بهانه ورته نه جوړیږی بیا دغه قسم طریقه استعمالوی مظلوم افغان ولس به تر څو قتلوی؟؟؟
اخر کله به دا وحشتونه دهشتونه او بمبارونه ختموی نیټه یی لږه راته معلومه کړی؟؟؟

لونګ
میلمه
لونګ

همدرد صیب: که هغوی بمبارد کوی مونږه حلالول کوو، انتحار کوو، سرکونه خرابه وو، مکتبونه سوځوو او داسی نور کارونه چه اسلام او سنت مونږه ته حلال کړی لکه بی غیره د محکمی اعدامونه، پر خپل سر فتوا ګانی او هغه نور کارونه چه د ویلو ندی. تر هغو پوری چه خپل عمل بدل نکړو نو دا وحشتونه او دهشتونه به همداسی روان وی. الله (ج) وایی که چیری دښمن مو تاسی سره سوله کوی تاسی ورسره سوله وکړی او توکل مو په الله وکړی. ټول په دالرو مستی کوی نو که سوله وشی بیا به دا دالر یوه بیسواده… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

څه چي د مردود اوسپو څټلې دولت په ساحه کي لمانځل کيږي ټوله د کفارو له خوا پلان شوي لمانځغونډې دې. په کابل کې مسجدونه لږ دې چي دوی دا غونډه پکښې کړايواې ، او که ؟ دا مفشنه هوټل چي د دين علماء د خپل خوږ نبې او رسول الله(ص) د ميلاد غونډه پکې جوړوې ، دوی پدې پوهيږي چې اورانوس څه معنا او يا داچي اورانوس څوک و؟ اورانوس په ډيرو ځايو لکه دمځکې د اتموسفير يوه حصه ، دکاناډا پر فظاء يوه حصه او همدارنګه د ځينو راټول شويو ستورو يوه حصه او د ځينوغير مسلمو نومان… نور لوستل »

لونګ
میلمه
لونګ

جمیل صیب اول سلام: ګوره انډیواله تاته به هم درد د رسیدلی وی خو له ما زیاد نه. د ستا د خبرو په ارتباط نو د دولت په ساحه کی بیا لمونځ هم ندی روا. که پدی عقیده یی بیا نو هغه پروګرامونه چه د افغانستان د ویرانی په خاطر په پاکستان کی پلان کیږی د هیرا د منډی د جواز لرونکو لخوا په هغه کی څه وایی؟ هلته چه د سیرت نبی توهین کیږی، هلته چه نوی پيغمبران پیدا کیړی. ګوره د افغانان یو جاهلانه عادت دادی چه که عامی دی او که عالم هغه فتوای ورکوی. ته وایی… نور لوستل »

غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

بیلکل جمیل صاحب،په دا ټولو تبصرو کی د اوس حقیقت ولیکولو.چه لکه چټیاټ می شروع کړی دی،
زما پوښتنه له ستا محترم څخه دا ده چه کله تا چټیات دراولی دی؟

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

الله سبحانه و تعالی دی دا شهیدان د نبی علیه السلام د مینه والو په ډله کی محشور کی او قاتلین دی د ابولهب په ډله کی محشور شی.
د درې زره کاله را دیخوا پوښتنه راته پیدا ده چي:
د اسلام دروغجن خواخوږی نه پر سینما برید کوی نه د فحشا پر مرکزونو نه پر تبشیری مرکزونو بلکه فقط پر مسجدونو او سوله ایزو غونډو او لاریوینو او نورو بې ګناه انسانانو پر غونډو. دا ولی؟
دا ځکه ددې حملو شاته د نړۍ ستر استعماری او شیطان صفته او په نژادی تبعیض لړلی او آلوده قدرتونه مستقیم لاس لری.

مجاهد
میلمه
مجاهد

ښکاره خبره ده چه دا یو ناوړه او له خدایه ناترسو تر سره کړی مګر اصلی قومانده د کابل دغلامانو او بادارانو له خوا وه کیدی شی ځينی علما او یا ټول پکی د دوی خوښ نه وو زیات فکر کوم چه دا کړنه دداعش له خوا ترسره شوی چه داعش هم د امریکا بلیک واتر دی

همدرد افغان
میلمه
همدرد افغان

لونګه حلقی د کفارو لوډسپیکره!
افغانستان د افغانانو کور دی د کفارو او خارجیانو دلته څه کار؟ د اشعال ختمه پخپله سوله ده.
اوولس کاله وړاندی همدا ځمکه وه او همدا اسمان په هر افغان باندی ښه د حوشخالی شپه او ورځ تیریده دا خو کفار دی چی جنګ یی راوړ او سوله یی یوړه.