واشنګټن پوسټ: ټرمپ به ښايي افغانستان او عراق ته سفرونه وکړي، خو له جنګه ډارېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ لړم، ۱۳۹۷ل): جمهورریس ټرمپ له ډیر وخت راهیسي نه غوښتل چي د افغانستان او عراق په جنګي شرایطو کي امریکايي عسکر ملاقات کړي، ځکه ټرمپ نه غواړي چي له هغو جنګونو سره تماس ونیسي چي د هغه په باور ناکامه دي.

که څه هم ټرمپ ځان د دفاع وزارت له سرسخته پلویانو څخه بولي، خو هغه اکثره اوقات د عراق او افغانستان د جنګونو په اړه پخواني جمهورریسان او جنرالان ملامتوي.

واشنګټن پوسټ د نومبر پر ۲۰ لیکي جمهورریس ټرمپ د افغانستان او عراق جنګونه «تام عیار شرم» او افت ګڼي. که څه هم ټرمپ نه غواړي چي د امنیت په خاطر د جنګ میدانونو ته ولاړ سي،‌ خو تېره هفته ئې وویل چي ښايي د امریکايي عسکرو د لیدو لپاره افغانستان او عراق ته ولاړ سي. ښاغلي ټرمپ په یوې مرکي کي د عراق د جنګ په اړه وویل،«زه فکر کوم چي د عراق جنګ یوه ستر اشتباه وه، او باید په هیڅ وجه دا کار نه وای سوی.»

واشنګټن پوسټ لیکي ټرمپ د خپل ځان د امنیت په باره کي اندېښمن دئ. د سپیني ماڼۍ ځیني منابع وايي،«ټرمپ ډارېږي چي یو څوک به ئې ووژني. هغه له جنګي شرایطو څخه خوف لري.» د ټرمپ سلاکاران وايي عراق او افغانستان ته د سفرونو په اړه لا فیصله نه ده سوې.

اخبار لیکي د امریکا پخواني جمهورریسانو مدام د خپلو عسکرو د لیدو لپاره د جنګ میدانونو ته تلل، او د هغوی سره ئې د مذهبي او ملي رخصیتو په ورځو کي کتل، او د هغوی سرښندني ئې ستایلې. دا راز ملاقاتونه د امریکا د جمهورریسانو یوه پخوانۍ عنعنه ده.

امریکايي نظامي مبصرین وايي چي د جنګ میدانونو ته د جمهورریس تګ عسکرو ته روحیه ورکوي، او هغوی ته دا ښيي چي د هغوی حکومت او خلګ ئې ملاتړ کوي. جمهورریس اوباما څلور کرته افغانستان تللی وو.

واشنګټن پوسټ وايي د جمهورریس ټرمپ یاران استدلال کوي چي ټرمپ د عسکرو بې احترامي نه کوي، نظامیانو ته خاص درناوی لري، او همدا وجه ده چي د دفاع وزارت بودجه ئې لا ډېره کړې ده.

اخبار لیکي له وخت راهیسي چي ټرمپ اقتدار ته رسېدلی دئ،‌ د افغانستان امنیتي وضع لا خرابه سوې ده. په ۲۰۱۷ کي، د امریکا د دفاع وزیر متیس د کابل په هوايي میدان کي د راکټونو هدف وګرځېد. فقط یوه میاشت راوروسته، د هغه وخت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، ټیلرسن، په مخفي توګه افغانستان ته ولاړ، او د امنیتي مشکلاتو په خاطر له بګرام څخه و نه وت.

امریکايي چارواکي وايي که چیري ټرمپ په رشتیا وغواړي چي افغانستان ته سفر وکړي، هغه کولای سي چي د څو ساعتو لپاره بګرام ته ولاړ سي. هغوی وايي چي د امریکا اردو د دې جوګه ده چي د جمهورریس او نورو عالي رتبه امریکايي چارواکو امنیت ټینګ کړي.

واحد فقیري

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

د پورته عکس څخه داسی ښکاری لکه سورلۍ الوتکه چه ئې د کابل یا بغدار په هوائي ډګر کی ناسته خو دي د راکوزېدو په وخت کی سختی بېری اخیستی او:
واجب التعویض الپرتوګ دی.!!!!!!