
کندهار: د دوهم ښاري کمربند قومندان چاودنه کې وژل شوی
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ لړم، ۱۳۹۷ل): د کندهار ښار د دوهم امنيتي کمر بند مسؤل قومندان صديق الله د ماين په چاودنه کې وژل شوی دی.
قومندان صديق الله نن ماښام د کندهار- روزګان په لويه لاره د شاوليکوټ په اردو بلاغ سيمه کې هغه مهال ووژل شو چې په موټر يې د سرک د غاړې ماين چاودنه وشوه.
په دې پيښه کې د نوموړي درې ساتونکي هم ټپيان شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.