
طالبانو په کابل کې د میلاد پر غونډې برید وغانده
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ لړم، ۱۳۹۷ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په کابل کې د میلاد النبي صلی الله علیه وسلم پر غونډې باندي برید په کلکو ټکو وغندی.
نوموړي وویل چې په دغه غونډه کې ګڼ شمېر دیني عالمان او هیوادوال په شهادت رسیدلي، چې دوی یې په کلکو ټکو غندي.
او زیاته یې کړه: «دغه ډول جنایات ښکاره کوي چې یو شمیر شریرې کړۍ له وړو اختلافي مسائلو څخه په استفاده خپله شریره څيره بربنډوي او د مسلمانانو په دا ډول بې رحمه وژنو باک نه کوي.
هیوادوال دې د شریرو عناصرو د شرارت په مخنیوي کې خپل مکلفیت ادا کړي او د دښمنانو دسیسې دې شنډې کړي».
باید وویل شي چې یاده غونډه په کابل کې د اورانوس هوټل په یوه تالار کې جوړه شوې وه چې زیات شمېر خلکو په کښي ګډون کړی وو.
ابتدائي شمیرې ښيي چې تر ۶۰ پوري خلک وژل شوي او تر ۸۰ زیات نور ټپيان دي. په ټپيانو کې د ځینو روغتیايي وضعیت خراب ښودل کیږي چې کیدای شي له امله یې د مړو شمېر تر دې هم زیات شي.
ولسمشر اشرف غني هم د پيښې په تړاو څرګندوني کړي او دغه پيښه یې په کلکو ټکو غندلې ده.
باید وویل شي چې پر دیني مراسمو باندي ورته چاودنې مخکې هم شوي چې اکثره وخت یې پړه داعش په غاړه اخیستې ده.
تش په خوله غندنه؟څه ګټه؟اروپایانو .امریکایانو هم دا حمله وغندله، څه ګټه؟په غندلو خو د شهیدان نه را ژوندی کیږی.
طالیبه وروره ،تش په خوله غندل پریږده،راځه چه امریکایی ته ووایو چه.په څومره وخت کی د کالی تړی؟هغومره وخت ورکړو، او زر تر زره اور بند وکړو.هر چا ته اعلان وکړو چه نور قتل بند دی ،هر قاتل به قصاص کیږی،بیا د څوک جرت وکړی ،دی ته وایی کړنه،غندنه،غمرازی هسی د خولی خبری دی،
سوځی هغه ځای چه اور په بلیږی،الله ج د ټولو ته جنت ورکړی ،او وارثانو ته صبر جمیل ،الله ج دا اخری غم کړی،والسلام
غمي،پښتين، طالبان خو په جهاد لګيا دي، ترځو دامريکايانو کډي وربارکړي. که طالبان اوربند علان کړي اوووائي چه قاتل به قصاص کيږي او دا کار هغوي کولي شي، اما دکابل د ګوډاګي رژم عسکر چه قتل کوي، لکه چه نن دلوګر په محمداغه کي ئي قتل عام وکړ، دهغوي نه به ځوک پوښتنه کوي او هغوي به اوس ځوک قصاص کوي؟ کاروان
که شل واری یی وغندی وایی لمر په دوه ګوتو نه پټیږی. طالبانو په جماتونو کی علما شهیدان کړل، ځانمرګی بریدونه یی وکړل هرڅومره چه ځانونه د آب کوثر پر اوبو ومنځی بیا هم په والله خلک نور پری باور وکړی. خو دا برید دوی ندی کړی هغه نور چا وکړل هغه وخت چه داعش نه وو. شواهد، اخبار، انترنت او تاریخ خو څوک پټوالی نشی. بدون له محکمی طالبانو خلک وژلی داعش خو پریږده. د حکومت خو ټول وایی چه بوډاګی دی خو طالبان هم د خپلو کورنیو سره په کویټه او پیښور کی بیغمه ژوند کوي. الله مو… نور لوستل »
لونګ خانه، ته کله هم په اسلام عقيده نلري او د مسلمانانو څخه دبدراځي نو ځکه داسي بيپروا خبري کوي. له دوښمني دداسي معلوميږي لکه چه د کمونستانو دعقيدي په اوبو دغسل کړي. ته ښه پوهيږي چه بيدينه کمونستان دګوډاګي رژم په ټولو مهمو ځايو کي کارکوي اودمسلمانانو سره ډيره کلکه پټه دوښمني لري.نودداسي موقعي څخه ښه سوءاستفاده کوي. نو دغسي وژني هم ډيراحتمال لري چه کمونستان پکشي لاس ولري او بياستاغوندي ډنډورچي ئي په طالبانووراچوي. لعنت دخداي دپه تاسي وي. کاروان
لونګ خانه دلوګر دمحمداغي له حاله ځان خبر کړه او ځواب راکړه چه دا کار چا کړي، ځکه تاسي دولس چيغي نه اوري او په قصده مو قتلي عام شروع کړي. خداي مو تباه او برباد کړه، امين ياربالعلمين. کاروان
زما وړاندیز دنن ټکی اسیا بیطرفی ، ملی او اسلامی پاڼی چلوونکو ته : په دی کی شک نشته چه نړیوال خونخوار استعمار تر مرمیو ډالر ډیر کاروی او ډیری دالری په میدیا کی خرڅوی چه د میدیان نوی سلنه برخه یی ملکیت او پاتی لس سلنه برخه میدیا چه د نورو په مالکیت کی دی رشوت ورکوی چه د استعمار د پاره سپین ته تور او تور ته سبین ووایی یعنی په لسو برخو یو سلنه یی که د نن ټکی اسیا په شان بیطرفه او د خپل هیواد د ګټو د پاره خپرونی کوی او لیکوالان یی هم… نور لوستل »
د مجاهد صاحب غوندې وړانديز ماهم پرون وکړ اوځينو نورو خيرغوښتونکو مخکې هم دا وړاند کړيدئ ، چي دا وزينه پاڼه کرار کرار په سپکيدو ده . د دې پاڼې په تبصرو کې اوس د عقل او منطق ځای ، جهالت ، تهمت او شخصي اهانت نيسي ، هر لچک او کرايه شوئ خپله بي منطقه ، اهانت آميزه او ورکه تبصره ليکې او د پاڼې کارکوونکې ئې هم نشرته وسپاري چي ګوندې دا هم ډيموکراسي او د بيان آزادې ده او زمونږ نظر ندئ . که دا د بيان آزادې همداسي روانه وي ، ليري نده چي ودې پاڼې… نور لوستل »