د ټاکنو کميسيون د کابل ولايتي رئيس له دندې استعفاء ورکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ لړم، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کميسيون د کابل ولايتي رئيس محمد ظاهر اکبري د ټاکنو په کميسيون کې د فساد او درغليو له امله له خپلې دندې استعفا ورکړه.

محمد ظاهر اکبري په خپل استعفا ليک کې ليکلي دي چې استعفاء يې د کابل د ټاکنو په کميسيون کې د پراخ مالي فساد له امله ورکړې ده.

اکبري په خپل استعفاء ليک کې ليکلي چې: ((د ټاکنو کمېسيون د دارالانشاء د رئيس (احمدشاه زمانزي) په مشرۍ د يوې چټلې او مافيايي حلقې له خوا په خورا فاسد ډول ډيزاين شوې او په پراخه کچه مالي فساد پکښې ترسره شوی او اوس هم دا فساد دوام لري.))

نوموړی وايي چې د کابل د ولسونو د کارول شويو رايو ته په درناوي او ملي ګټو د ژمنتيا او تعهد په بنسټ له خپلې دندې استعفاء ورکوي.

اکبري زياتوي چې په دې اړه به نور معلومات د ټاکنو له کمیسیون او رسنيو له لارې له هيوادولو سره شريک کړي.

محمد ظاهر اکبري له تيرو شپږو کلونو راپه دې خوا د افغانستان په بيلابيلو ولايتونو کې د ټاکنو د ولايتي رئيس په توګه دندې ترسره کړي دي چې له تيرو دوو اوونيو راپه ديخوا د کابل د ټاکنو خپلواک کميسيون په غوښتنه له بلخ ولايت څخه کابل ته راتبديل کړل شو ترڅو د کابل د ټاکنو په اړه د کابل ولایت جنجالي موضوع حل او رايې بيا له سره وشميري او پايلې يې چمتو کړي.

درې ورځې وړاندې د ټاکنو خپلواک کميسيون اعلان وکړ چې د راتلونکې اوونۍ په سر کې به د ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان کړي؛ خو د اکبري استعفاء ښايي د ټاکنو د لومړيو پايلو په اعلان کې ځنډ رامنځته کړي.

تر دې وړاندې هم د ګډ حکومت ډېرو چارواکو د حکومت په سيستم کې د شته فساد له امله استعفاګانې ورکړې وې.

تر اوسه د ټاکنو خپلواک کميسيون د اکبري د استعفاء په اړه څه نه دي ویلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د