ورزش

د کرېکټ نړیوالې شورا د پاکستان کرېکټ بورډ غوښتنو خلاف پریکړه وکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ لړم، ۱۳۹۷ل): د پاکستان او هند کرېکټ بورډونو وروسته له هغې شخړې پېل کړې چې هند کرېکټ بورډ یې د سیالیو هغه غوښتنه چې په ۲۰۱۴م کال کې د دوه اړخیزو سیالیو سیریز پر سر شوې وه، رد کړه.

د روان کال په پېل کې د هند کرېکټ بورډ پاکستان سره ټول سیریزونه چې د دوه اړخیزو سیاليو لپاره یې تړون لاسلیک کړی و، د خراب سیاسي وضعیت له کبله لغوه اعلان کړې، چې وروسته پاکستان لوبډله اړ شوه د کرېکټ نړیوالې شورا ته مخه کړي.

د پاکستان کرېکټ بورډ د کرېکټ نړیوالې شورا څخه غښتي وو تر څو د دواړو لوبډلو ترمنځ د لاسلیک شوي تړون ستونزه حل کړي او هغه زیان چې دوی ته د سیالیو نه ترسره کېدو پر سر رسیدلی ورکړي.

وروسته د کرېکټ نړیوالې شورا ددوی غوښتنه منلې وه او د پریکړې اعلان لپاره یې څو ورځې وخت غوښتی و چې اوس یادې شورا پریکړه د پاکستان د غوښتنو پر خلاف وکړه.

د کرېکټ نړیوالې شورا په ناسته کې یادې شورا د دواړو اړخونو دلیلونه او خبرې واورېدې چې په پایله کې پریکړه د پاکستان پر خلاف وشوه، دوی وویل چې د پاکستان غوښتنې ناسمې دي او اوسمهال دوی ته د هیڅ ډول زیان بدله نه شي ورکولی.

د کرېکټ نړیوالې شورا زیاته کړه چې دوی اوسمهال په دې اړه چې ولې د پاکستان غوښتنې ناسمې دي تفصیلي راپور نه وړاندې کوي، خو په راتلونکو څو ورځو کې به یې د پاکستان کرېکټ بورډ ته وسپاري.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان او هند کرېکټ بورډونو ترمنځ په ۲۰۱۴م کال کې د هر ډول سیالیو بېلا بېل سیالیو سیریز تړونونه لاسلیک شوي وو خو هند کرېکټ بورډ پاکستان کې د خراب سیاسي وضعیت له کبله هلته له تګ څخه انکار کړی و چې وروسته پاکستان لوبډلې هم هند ته له تلو انکار وکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx