د پاکستان سوپر لیګ بولۍ ترسره شوې، دوه افغان لوبغاړي اخیستل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۰ لړم، ۱۳۹۷ل): د پاکستان سوپر لیګ بولۍ غونډه د سه شنبې په ورځ په ۱۹مه نېټه په عربي اماراتو کې ترسره شوه چې په کې یو شمېر خارجي او داخلي لوبغاړي واخیستل شول.

په دغه بولۍ کې د افغانستان لخوا سوکه لیګ اسپینر قیس احمد د شپږمې (مخکینۍ ملتان سلطان) لوبډلې لخوا په ګولډ کټیګورۍ کې واخیستل شو، دده په لوبډله کې شاهد افریدي او استرالیاوي لوبغاړی سټیو سمیت په پلاتینيم کټیګورۍ کې شامل دي.

ورپسې وقار سلام خیل د پشاور زلمي لوبډلې لخوا په اضافي لوبغاړو (Supplementary) کې واخیستل شو.

لومړی خبر ورکړل شوی و چې د پاکستان سوپر لیګ بولۍ لپاره تر ۴۰ زیات لوبغاړو نوم لیکنه کړې وه خو وروسته د بېلا بېلو رسنیو لخوا راپورونه ورکړل شول چې د افغانستان کرېکټ بورډ مشر عزیز الله فضلي په پاکستان سوپر لیګ کې افغان لوبغاړي د نه پریښودو اعلان وکړ.

له دې ټولو راپورونو وروسته د پي ایس ایل بولۍ کې د شپږمې لوبډلې لخوا یوازې قیس احمد په ګولډ کټیګورۍ کې او وقار سلام خیل په اضافي لوبغاړو کې ونیول شو، (شپږمه لوبډله د ملتان سلطان لوبډلې بدیل ده خو تر اوسه یې نوم نه دی په ډاګه شوی.

د پاکستان سوپر لیګ جالبه به دا وي چې د سویلي افریقا لوبډلې تکړه او د شل اوریزو سیالیو متخصص لوبغاړي ای بي ډيویلیئرز (مسټر ۳۶۰) به په لومړي وار په یادو سیالیو کې ګډون وکړي، نوموړی د کرېکټ په نړۍ کې ځانګړی شهرت لري.

د پاکستان سوپر لیګ شپږ لوبډلو په پلاتینیم کټیګورۍ کې لاندې لوبغاړي شامل دي:

  1. پشاور زلمي لوبډله: وهاب ریاض، حسن علي، کیرن پولارډ (پلاتینیم کټیګوري)، پښتون لوبډله کې وقار سلام خیل اخیستل شوی.
  2. لاهور قلندرز لوبډله: فخر زمان، ای بي ډیویليئرز، محمد حفیظ (پلاتینیم کټیګوري)
  3. کویټه کلډیټیئرز لوبډله: سرفراز احمد، شین واټسن، ډیون براوو (پلاتینیم کټیګوري)
  4. اسلام اباد یونایټډ لوبډله: فهیم اشرف، لوک رونکي، شاداب خان (پاتینیم کټیګوري)
  5. کراچي کینګز لوبډله: بابر اعظم، محمد عامر، کولن مونرو (پاتینیم کټیګوري)
  6. شپږمه لوبډله (مخکینی ملتان سلطانز) لوبډله: شعیب ملک، سټیو سمیت، شاهد افریدي (پلاتینیم کټیګوري)، په یاده لوبډله کې قیس احمد هم اخیستل شوی دی.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ به د فرورۍ میاشتې په ۱۴مه نېټه پېل او د مارچ په ۱۷مه نېټه پای ته ورسیږي، چې ټولې به په کې د شپږ لوبډلو ترمنځ ۳۴ سیالۍ ترسره شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د