د میلاد نبي پر غونډې د خونړي برید په تړاو نن ملي ماتم اعلان شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه،۳۰لړم،۱۳۹۷ل): د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د کابل په اورانوس هوټل کې د میلاد نبي صلی الله علیه وسلم د غونډې پر برخه والو د پروني خونړي برید وروسته نن چهارشنبه به په ټول هیواد کې دننه او بهر د افغانستان په سیاسي نمایندګیو کې ملي ماتم وي او بیرغ به نیمه ځوړند وي .

د کابل د پنځلسمې حوزې اړوند د هوايي ډګر پر سړک په اورانوس نومي هوټل کې تېره شپه ماښام شپږ نیمې بجې شاوخوا د میلاد نبي صلی الله علیه وسلم په مناسبت جوړه شوې غونډه کې لسګونو دیني علماؤ، سپین ږیرو او مسلمانو ځوانانو ګډون کړی و، خونړۍ چاودنه وشوه چې د روغتیا وزارت د ویاند وحید مجروح په وینا تر اوسه ۵۳ جسدونه او له شپېتو زیات ټپيان د ایمرجنسي، وزیر اکبر خان او شیخ زاید روغتونونو ته ور وړل شوي، چې په ټپيانو کې يې د شلو تنو حالت د اندیښنې وړ ښوول شوی.

طالبانو ، یوناما،ولسمشر او اجرائیه ریاست دا پېښه په کلکو ټکو غندلې .