په یوه نامه اوبل نامه افغان وژنه!

کابل؛ د میلاد نبي صلی الله علیه وسلم په مناسبت غونډه کې چاودنه

یاسر افغان

افغان اولس وولس کاله تر درنو بمبارېو ، او وحشیانه چاپو کروز او ډرون توغندېو لاندې ده ، هر شېبه هر ګړۍ په هر کور هر کلی او هره قریه کې سپین ګیري اوځوانان دځوانانو سپینګیرو اولویانو ماشومانو په قبر کیندلو او جنازو بوخت وي>

دلته ګناهګار اوبیګناه مجروم اونامجرم نده معلوم ، نه دمشر، کشر ، ځوان ، ماشوم ، بوډا او ښځو توپیر شته ، په یوه نامه اوبل افغان وژنه ادامه لري ، له یوې مخې وژل کیږی بمباریږي الوزول کیږي په ډرون ویشتل کیږی ، مالونه ېي لوټ کیږی ، کورونه ېي په بمونو الوزل کیږی.

هو دلته دجنګ د ډګر سنګر محراب ، واده ، دستار بندي ، او دمیلاد نبی ص دمحفلونو هم توپیر نشته ، په ړندو بمونو ، ړندو توپونو ، ویشتل کیږی زوم ناوې حافط ، عالم ، او ماشوم له یوې مخې وژل کیږی.

داده تیره شپه هم دګلونو کابل په سرو وینو رنګ شو په هغه چا برید وشو چې دمیلاد نبی لمانځ غونډه ېي لمانځله، لسګونه هیوادوال عالمان ، په شهادت ورسیدل ، لسګونه میندي بوری شوې ، لسګونه میندي کونډې شوې ، دبرید مسؤلیت د داعیش ځناورې ډلي په غاړه واخیست.

دلته دافغان وژني بهانه داعیش شوه داعیش څوک ده ؟ هر افغان ته له لمر روښانه ده چې څوک ېي تجهیزوي ، څوک ېي تمویلوي ،دچا په الوتکو کې وړل کیږی او راوړل کیږی ؟ چیرته اوسیږي ځای او هدف ېي مشخص ده ولي له منځه نه وړل کیږی؟

هغه څوک ېي چې دلمنځه وړلو په هڅه کې دی هغه هم د ډرون او ۵۲ B تر برید لاندې راځې ، ویلاي شو چې داعیش دافغان وژنې یو حربه ده.

ارګ مشر بیا ملي ماتم اعلانوي ملی ماتم لا څه معنا افغان اولس در بدره شو .

دا ده تیره شپه تازه خبر را رسیدلي چې دارګ مشر کمانډو ځواکونو چې هوائې او ځمکني ملاتړ دسرو اشغالګرو ورسره ده ، دلوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې دعامو هیوادوالو په کورونو شپني چاپې وهلې اودرنه بمبارې شوې لومړني معلومات ښیي چې نولس تنه ښځې اوماشومان پکې شهیدان شوې ، ارګ مشر دې دلوګر په غمیزي هم یو لنډ غبرګون وښیي.

دلته واک پردې ده دلته ګڼې استخبارتي کړۍ کار کوی تر څو چې اشغال وی افغانان به یوه نامه اوبل نامه وژل کیږی دټولو بد بختېو مور اشغال ده ربه نور اشغال ختم کړه په یوه پاک خپلواک اوسپېڅلی نظام مو ونازوه .