محـــــمّد ﷺ څوک وو؟

حمدالله حلمیار

هغه څوک چي د بشر د حقوقو دفاع یي څوارلس سوه کاله پخوا لا پیل کړې وه.

دنارینه و، ښځو او ماشومانو دحقوقو ساتنه یي وکړه

له خپلوانو او ګاونډیانو سره یي دمهربانۍ او مینې تلقین ورکړ

له مسلمانانو او غیر مسلمانو سره یې د ګډ ژوند کولو اصول وضع کړل

دکورنۍ د غړیو ترمنځ ښې اړیکې، او دمور،پلار او مشرانو عزت او درنښت یې ثابت او حقوق یي تشریح کړل

دظلم مخه یي ونیوله؛ او خلګ یي عدل، مینې او دخیر په کارونو کي دیو بل مرستې او اوږه په اوږه دریدلو ته راوبلل

(د اړو او بیوزلو کسانو مرستې، د ناروغ پوښتنې، له یو بل سره مینې او نصیحت کولو ته یي خلګ را دعوت کړل)

(مسلمانان یي د قتل، ظلم، غلا او فریب او دوکې په څیر ناوړه کارونو له کولو څخه منع کړل)

(دی ﷺ هغه څوک وو چي زموږ ناوړه ژوند او اخلاق یي په ښه ژوند او لوړو اخلاقو رابدل کړل)

د مسلمانۍ څومره لوړ تعریف!!!
مسلمان غلا نه کوي

مسلمان دروغ نه وایي

مسلمان شراب نه څښي

مسلمان زنا نه کوي

مسلمان دوکه او چل نه کوي

مسلمان بي ګناه خلګ نه وژني

مسلمان ګاونډي ته ضرر نه رسوي

مسلمان له مور او پلار سره نیکي کوي او خدمت یي کوي

مسلمان پر ماشومانو ،ښځو او سپین ږیرو باندي شفقت کوي

مسلمان انسان، حیوان او نبات ته ضرر نه رسوي

مسلمان له خپلې ښځې سره مینه لري شفقت ورباندي کوي او له خپلو بچیانو سره د ژوند ترپایه دمینې او شفقت ژوند تیروي.
مسلمان له خپلو بچیانو سره خپل تعلق د تل لپاره ساتي

دا وو محـــــمّد رسول الله صل الله علیه وسلم

ایا پوهیږئ چي ولي ټول مسلمانان له خپل خوږ پیغمبر ﷺ سره بې کچې مینه لري؟
او ایا پوهیږئ چي محمد صل الله علیه وسلم دمسلمانانو لپاره کوم حیثیت لري.

هر مسلمان له محمدﷺ سره تر هر څه زیاته مینه لري

مخکې تر دې چي دهر مسلمان په اړه پریکړه وکړې دغو ټکو ته متوجه شه:
¹ نو لومړی ددغه شخص دافکارو او باورونو په اړه واوره او اعمال یي ملاحظه کړه!
۲ ـ دده دهغو افکارو باورونو چي اسلام ورښودلي او دهغه دشخصیت پرتله وکړه
که دي دده افکار او عقیده له هغه څه سره سمون درلود چي دالله رسول ورته را بللي نو دده عمل ته وګوره چي ایا عمل یي له هغه څه سره سمون خوري چي دالله رسول ورته امر کړی؟
او که چیرته یي عمل هم دهغه افکارو مطابق وو نو دا کس داسلام نماینده ده، او که ورسره په ټکر کي وو که څه هم دی ځانته مسلمان وایي خو دا کس بیا دمسلمان نمونه نشي بلل کیدای.
محمد صل الله علیه وسلم دنړۍ تر ټولو غوره انسان ده او له درواغو څخه بیخي لیري او ریښتینی ده.
او ده صل الله علیه وسلم موږ ته لارښوونه کړې چي چاته دسپکاوي او توهین ځواب ورنه کړو او موږ یي له خلګو سره په ښه سلوک امر کړي یو،او دبندي له وژلو او سپکاوي څخه یي منع کړي یو،
محمد ﷺ موږ ستا سره مینه لرو!

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مختار
میلمه
مختار

اسلام علیکم حلمیار صاحب
ډیر په زړه پوری مطلب وو هر واقعی مومن باید پدی پوتنیو لارښونو باندی عمل وکړی خو متاسفا چه ډیر مسلمانان پری عمل نکوی

ډیره مننه