حق او باطل / عُقابي جانان

سنت ژوندي کړه او بدعات پرېږده
مُسلمه وروره خُرافات پرېږده

په پاک قرآن منګولې ولګوه
کامل مؤمن شه مُنکَرات پرېږده

کتاب، سنت، اجماع، قياس اومنه
نور همه واړه خواهشات پرېږده

اسلام کامل دی هيڅ کمی نلري
ټول مَن ګَړته رِوَايات پرېږده

سم دم روان شه صحاباو په لار
نور مَذَبذَبَه شخصِيات پرېږده

حق ته حق وايه او باطل ته باطل
حق مُقابِل کې مَفادات پرېږده

په هر عمل کې نيت خالص کړه ګرانه
رياکاري او شِرکِیات پرېږده

خپل ځان اصلاح کړه “عُقابي جانانه”
نيکي کوه او مَعصِیات پرېږده

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د