کمیسیون: د ټاکنو پایلې تدریجې اعلانېږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۰لړم، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي نه شي کولی د ولسی جرګې ټاکنو پایلې ټولې یو ځای اعلان کړي.

د دې کمیسیون ویاند تېره ورځ له رسنیو سره خبرو کې وویل، د ځينو ستونزو او پېچلتیاو له امله ټولې پایلې یو ځای نه اعلانېږي.

سید حفیظ الله هاشمي وړاندې ویلي و، د ولسي جرګې ټاکنو پایلې به د لړم په ۱۹مه اعلان شي، خو وروسته يې وویل چې د لېندۍ پر دویمه به يې اعلان کړي.

تازه هغه زیاته کړې، د لېندۍ پر دویمه به د پایلو اعلانول پیل شي، چې په تدریجي ډول به ورو ورو ټولې پایلې اعلان شي.

د ولسي جرګې ټاکنې د ګڼو ستونزو له امله دوه ورځې اوږدې شوې او کندهار ولایت مقام کې د طالبانو نفوذي برید یوه اوونۍ وځنډولې.

ټاکنو کمیسوین په داسې حال کې د پایلو د تدریجي اعلان خبر ورکوي، چې د ولسمشریزو ټاکنو د مهال‌وېش پر ځنډولو هم د دې کمیسیون خپلواکي تر سوال لاندې بلل کېږي.

د ټاکنیزې پروسې څارونکي بنسټونه وايي، دغه کمیسیون د حکومت تر فشار لاندې دی او خپله خپلواکي نه شي ثابتولی.

وړاندې سیاسي ګوندونو هم ګواښ کړی و، چې که د ولسي جرګې ټاکنو تر ناندریو کمیسیون د دوی پر معیارونو برابر راووت، باور به پرې وکړي کنه دوی به يې په اړه بل تصمیم ونیسي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د