خلیلزاد: پر غونډو بریدونه، د سولې هڅو ته نه شي خنډ کېدلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۰لړم، ۱۳۹۷ل): کابل کې د تېرې ورځې خونړۍ پېښې په تړاو په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، دا ډول پېښې يې هڅې لا ګړندۍ کوي.

تېر ماښام کابل کې د اورانوس په نوم د ودونو تالار کې د میلاد نبي صلی الله علیه وسلم په مناسبت جوړه شوې غونډه کې چاودنې، شاوخوا ۱۲۰ تنو ته مرګ ژوبله واړوله.

زلمي خلیلزاد د پېښې د غندنې تر څنګ ویلي، دا ډول پېښې د سولې لپاره ارادې لا پیاوړې کوي او زیاتوي چې سوله د دې ملت لومړنی ضرورت دی.

هغه وايي ماموریت يې دا دی چې باید سوله راولي او باید پخپل ماموریت کې بریالی شي.

زلمی خلیلزاد چې د سیمې هېوادونو ته له دویم سفر وروسته واشګنټن ته رسېدلی، خپل سفر يې له لاسته راوړنو ډک بللی دی.

هغه تېره چهارشنبه، پنجشنبه او جمعه پرلپسې له طالبانو سره پر خبرو و، چې په وینا يې ورته «محتاطانه خوشبنین» دی.

کابل کې پرونۍ پېښه د طالبانو تر څنګ، د ګډ حکومت مشرانو او یوناما هم غندلې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د