کابل؛ د میلاد نبي صلی الله علیه وسلم په مناسبت غونډه کې چاودنه

ویسا: ډېری چارواکي د روان حالت لامل دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۰لړم، ۱۳۹۷ل): پلازمېنه کابل کې د تېر ماښام خونړۍ پېښه د بېلابېلو رسنیو سرټکی ګرځېدلی، چې ویسا خپلواکې ورځپاڼې خپله سرمقاله کې دا د چارواکو د غوښتنې دوام بللی دی.

ورځپاڼې د نننۍ ګڼې سرمقاله د «ولس د ځواب په انتظار دی!» تر سرلیک لاندې د سولې اړوند چارواکي مخلص نه دي بللي.

د سرمقالې د لیکوال په وینا دا چې د هېواد شاوخوا ۹۹ سلنه خلک سوله غوړي، خو دا چې ولې نه راځي: «صادقانه ځواب دا دی چې له حکومت نه نيولې تر سياسي ډلو او د هېواد په روان سياسي ستيژ مطرحو لوريو او افرادو پورې د سولې راوستلو لپاره مخلص نه دي. که ټول نه وي يوه زياته برخه يې د همدغه حالت د دوام لامل او د همدې د دوام غوښتونکي دي. د دوی مالي، ټولنيزې او سياسي ګټې د همدغه بدمرغه حالت په دوام کې دي.»

سرمقاله کې سیاسي څېرو او ګوندونو ته هم مشوره ورکړل شوې چې له طالبانو سره د ممکنه خبرو اترو فرصت ضایعه نه کړي.

«که طالبان له خپلواکو سياسي ډلو سره خبرو ته حاضرېږي بيا هم په هېڅ صورت بايد دغه فرصت ضايع نشي، که سياسي ډلې، حکومت او يا سياسي په اصطلاح خپلواکې څېرې د فرصتونو د ضايع کېدو لپاره د سولې بحث ناندريز کوي، معنا يې همدغه ده چې په يوه بڼه د همدغه حالت دوام غواړي.»

پخپله ډاکټر غني د واک په لومړیو کې ګڼو خصوصي مجلسو کې ویلي و، چې داسې سوله يې نه ده پکار، چې د امریکا مالي مرستې يې له ګوتو ووځي، خو که له پیسو سره سخته جګړه ور له غاړې کېږي هم، ورته حاضر دی.

په ورته وخت کې زلمي خلیلزاد د پرونۍ خونړۍ پېښې په تړاو لیکلي، دا ډول پېښې يې د سولې اراده لا قوي کوي او باوري کېږي چې دا ملت سولې ته شدیده اړتیا لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د