غزني؛ مالستان کې اوه کمانډویان وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۰لړم، ۱۳۹۷ل): په داسې حال کې چې حکومت د غزني په مالستان او جاغوري ولسوالیو کې د بشپړ حاکمیت دعوه کړې او ويلي يې دي، طالب سرتېري يې شاتګ ته اړ کړي، خو تازه د مالستان مرکز کې نښته شوې.

طالبان وايي تېره ورځ يې سرتېرو د مالستان ولسوالۍ مرکز کې اوه کمانډو عسکر په مخامخ برید کې ووژل.

د طالبانو خبرپاڼه لیکي، چې طالب سرتېرو د ولسوالۍ ودانۍ ته څېرمه عسکر په نښه کړل او اوه تنه يې ترې ووژل.

دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ د جاغوري ولسوالۍ بابا صاحب سیمه کې هم درې پوستې او شپږ مورچلونه د طالبانو لاس ته لوېدلي دي.

غزني کې په دې سیمو کې د جګړې د کنټرول لپاره د پوځ لوی درستیز جنرال شریف یفتلي هم غزني ته رسېدلی او د دفاع وزارت چارواکو په وینا، د جګړې مشري د هغه پر غاړه ده.

درې ورځې وړاندې د کورنیو چارو وزارت وویل، چې مالستان کې يې بشپړ واک تر لاسه کړی او جاغوري کې يې هم طالبان شاتګ ته اړ کړي دي.

له دې ولسوالیو د جګړې له امله را کډه شوي کسان کابل او غزني کې له رسنیو سره خبرو کې ویلي، چې طالبان د لارې واک هم په لاس کې لري او ولسي وګړو سره هیڅ بد چلند نه دی شوی.

که څه هم ولسي جرګه کې د غزني استازي پرلپسې د «بشري ناورین» نارې وهي او ټینګار کوي چې ملکي تلفات اوښتي دي، خو رسنیو ته داسې اسناد او شواهد په ګوتو نه دي ورغلي چې ملکي تلفات ثابت کړي.

تېره ورځ د ګیلان ولسوالۍ اوسېدونکو وویل، چې د جاغوري ولسوالۍ د اربکیانو له ډزو او لویو توپونو څخه د رسنې سیمې شاوخوا ۱۲۰۰ کورنۍ لېږدېدو ته اړ شوې دي، خو د غزني چارواکي د اربکیانو دا جنایت نه مني.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د