غزني؛ د سکاټ مېلر سفر او پر ښار توغندیز برید

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۰لړم، ۱۳۹۷ل): د غزني چارواکي وايي د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان سکاټ مېلر، دې ولایت ته رسېدلی دی.

د سرچینې په وینا مېلر نن د غزني مرکز ته رسېدلی دی، خو د سفر په اړه يې نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

د غزني ښار په څنډو کې د طالب سرتېرو واک دی، ځايي سرچینې وايي، سره له دې چې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي و، خو پر ښار دوه توغندي توغول شوي دي.

سیمه کې د یو تلویزون خبریال وايي، چې توغندي تر ولایت مقام اوښتي او شامېر مېنه کې لګېدلي، چې تلفات يې نه درلودل.

دا په داسې حال کې دی چې د کورنیو چارو وزارت د امنیتي برخه ارشد مرستیال او د پوځ لوی درستیز هم په غزني کې د جګړې د کنټرول په هیله پراته دي.

سکاټ مېلر په داسې حالت کې دې ولایت ته سفر کوي، چې نږدې دوه اوونۍ وړاندې يې والي اعتراف وکړ، چې د طالبانو د محاصرې کړۍ پرې ورځ په ورځ تنګېږي.

مېلر وروسته له هغه یو ولایتي سفر ته زړه ښه کوي، چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې کندهار ولایت مقام کې د طالب بریدګر له حملې روغ ووت، خو خپل نږدې ملګري جنرال رازق يې سر وخوړ.

مېلر د دې ولایت له سقوط وروسته هلته تګ ته زړه ښه نه کړ، خو اوس يې تګ پر دوو ولسوالیو د طالب سرتېرو د تازه بریدونو له امله انګېرل کېږي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

که څوک په واقعيت پوه نوي نو لدې عکس نه به داسي پوه شې چي افغانستان ډير غيرتې او بې پروا عسکر لري خو که په پوه شې چي دا بي ايمانه او بيغيرته اردو پخپل هيواد او پخپله قرارګاه کي لا اجازه نلري چي وسله دې ولري نو پر دې اردو به تف وکړي او لعنت به پر ووايي.