لوګر: ګډو ځواکونو د ښځو او ماشومانو په شمول ګڼ شمېرکلیوال وژلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۰ لړم، ۱۳۹۷ل): تېره شپه ناوخته وروسته ترهغه چې په کابل کې د میلادالنبي په مناسبت غونډه کې چاودنې تر 100 تنو زیات کسان ووژل؛ ګډو ځواکونو د لوګر په محمدآغې ولسوالۍ کې ګڼ شمېر کلیوال د چاپې پرمهال وژلي.

د سیمي اوسیدونکي چې اوس یې لاریون کړی د کابل ګردیز لاره یې تړلي؛ وایی چې کورنیو او بهرنیو عسکرو بیګاه ناوخته د لوګر محمدآغې ولسوالۍ اړوند د آب بازک په کلي چاپه ووهله، او ورپسي یې بمبار وکړ چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ شمېر کسان ووژل شول.

د خلکو په وینا تراوسه د 17 تنو مړي له خاورو را ایستل شوي، او اوس هم کسان لګیا دي ترڅو د نورو وژل شویو مړي له خاورو راؤباسي.

د سیمي یو تن اوسیدونکي نن ټکي آسیا ته داسي تفصیلات راکړل:

« تیره شپه د محمداغه ولسوالی د آب بازک پر کلي امریکایانو او دولتي ځواکونو وحشتناکه چاپه ووهله، د مولوي ملنګ په نامه یو ملا امام چې له تیر یوه کال راهیسي د پلچرخي زندان کی اسیر دی، د نوموړي کور یې ورته بمبار کړ ښځي او ماشومان یې ترخاورو لاندي کړل، ورپسي یی د حاجي شاهسوار په نامه د یو کليوال کور لومړی تلاشي کړ، قیمتي اجناس یی ورڅخه یووړل، بیا یی کور مکمل په بمونو ورته والوزاوه، د دغو دوو کورونو د افرادو په ګډون یې 20 تنه کلیوال په شهادت ورسول، 13 تنه کلیوال یې له ځان سره د بندیانو په توګه یووړل. په نور کلي کې یې دوه موټر دوه ټیکټر او 4 موټرسیکل وسوځول. نن له سهاره راهیسي د سیمي خلک راټول شوي د دغه وحشت په خاطر یی د زاهدآباد سیمه کې د کابل- ګردیز لویه لاره د ترافیکو پر مخ تړلي او لاریون اوس هم جریان لري. »

د لاریون کوونکو په وینا، دوی په پر بشري ټولنو ږغ کوي چې ګډ ځواکونه دې د ولس له عام وژني لاس واخلي.

دا په داسي حال کې ده چې تېر ماښام د کابل ښار په لسمه ناحيه کې د اورانوس په هوټل کې د میلاد النبي په غونډه کې چاودنې تر 100 زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

دا چاودنه په خپل نوعيت کې بې سارې وه، تر دې وړاندې د ميلاد النبي په غونډه په دومره لويه کچه بريدونه نه وو ترسره شوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د