د کابل مرګونی برید او تر شایې پټي استخباراتي کړۍ

م. نعمت الله  سابق

په افغانستان کښي د تېرو ۱۷ کلنو راهیسي د لویدیځو یرغلګرو له خوا د داخلي مرستندویانو په مټ تپل سوې جګړه روانه ده، په دې ۱۷ کلنه جګړه کښي موږ دداسي ډیرو پېښو شاهدان یو چي تراوسه یې چا ترشا د پلانووکو څرک نه دی معلوم کړی او نه به یې هم څوک د معلومولو تصور وکړي.

د لویدیځ د یرغل سره سم په افغانستان کښي سې آی اې او نورو لویدیځو استخباراتي کړیو زرګونه جاسوسان وروزل او هغوی یې داسي تربیه کړل چي باید په هر وخت او هر ځای کښي ددوی پلانونه تطبیق کړي، په عامه ځایونو کښي مجهول بریدونه، ودونه بمبارول، پر لویو لویو کلو چاپې وهل او لسګونه اوسیدونکي یې په شهادت رسول، د بې ګناه خلکو پر کورونو درانه بمونه غورځول، میلې او د خوشحالیو غونډي په توغندیو ویشتل او داسي نور… دغه ټولي ناوړه کړني د هغو جاسوسانو په مرسته ترسره کیږي چي د پنځو ډالرو لپاره د خپل ورور سر هم د تن څخه جلا کولی سي.

د بېلګي په توګه د هلمند ولایت په موسی قلعه ولسوالۍ کښي د خلکو د ګڼي ګوڼي څخه پر ډکه مېله باندي د ښوراب هوايي اډې څخه توغندیز برید چي له امله یې د (۱۲۰۰) شاوخوا عام وګړي په شهادت ورسېدل، په کندهار ښار کښي پر هغه ګڼه ګوڼه برید چي له امله مشهور قومندان عبدالحکیم جان او لسګونه نور کسان ووژل سول، په کندهار ښار کښي دوهم برید د روژې په مبارکه میاشت کښي د روژه مات پرمهال چي له امله یې شاوخوا (۲۰۰) کسانو ته مرګ ژوبله واوښته او داسي نوري ډيري پېښي چي د هیواد په ګوټ ګوټ کښي رامنځته سوي دي، تازه بېلګه یې د کابل برید دی چي له امله یې ۶۵ عالمان او طالبان په شهادت ورسیدل او لسګونه نور ټپیان سول.

غربیانو په افغانستان کښي د خپلو ناوړه اهدافو د ترلاسه کولو لپاره بې شمېره ډلي ټپلي جوړي کړې، لکه: د NDS یا ملي امنیت اداره جوړول، د اربکیانو ترنامه لاندي ملیشې جوړول، سنګوریان جوړول او په اخر کښي یوه ځانګړې او ډیره روزل سوې ډله (سپيشل فورس) رامنځته کول ترڅو ددوی د اهدافو د ترلاسه کولو په مقابل کښي د هیچا د ژوند پروا ونه کړي او خپل ولس د حیوانانو په څېر ذبح کړي لکه اوس چي یې تاسو په شپنیو عملیاتو کښي ناوړه اعمال په خپلو سترګو وینی.

ددې ډلو څخه ماسیوا یوه بله خطرناکه ډله یې چي نه یوازي د افغانستان بلکه د اسیا د ټولو اسلامي هیوادونو لپاره ستر خطر دی رامنځته کړه، دغه ډله چي د داعش ترنامه لاندي ده د هر مسلمان د وژلو فتوا یې د مخ په جیب کښي پرته ده، سلفیان په دې بهانه وژني چي اسلامي خلافت نه منې او احناف یا صوفیه په دې نوم وژني چي دا مشرکین دي ځکه ددوی په اند ټول احناف مشرکین دي او باید ووژل سي.

داعش ډله هم د لویدیځ د استخباراتي کړیو کرېشین دی چي په دې وروستیو کښي د جوزجان تر برید وروسته ټولي نړۍ ته څرګنده سوه چي د چا له خوا جوړه سوې او څوک یې حمایه کوي، په افغانستان کښي د کابل ادارې لسګونه عسکر په قرارګاوو کښي وږي او تږي محاصره وي او د ژوند د خطر سره مخ وي د پوښتني څوک نه لري خو د داعش د جګړه مارانو د ژغورني لپاره امریکايي چورلکي او داخلي مرستندویان هر وخت اماده وي او بیا یې د میلمنو په څېر ساتي ترڅو د کابل د تېري ورځي د مرګوني برید په څېر نور بریدونه ددوی په مټ ترسره کړي.

ټول افغان ملت باید یوه خبره درک کړي ترڅو چي دلته یرغل دوام کوي تر هغو به زموږ بې ګناه ولس په بې رحمه توګه وژل کیږي، دلته غربیانو لسګونه داسي ډلي رامنځته کړي چي هغوی د څو ډالرو لپاره هرڅوک وژلی سي او همېشه به ددوی لپاره وفادار او د خپل ولس لپاره سرسخته دښمنان وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د