
کندهار: د طالبانو په برید کې 21 دولتي سرتیري وژل شوي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۰ لړم، ۱۳۹۷ل): د کندهار ولایت امنیتي سرچینو منلي چې تېره ورځ دولتي ځواکونو ته د طالبانو په کمین کې ځاني تلفات اوښتي، خو د دقیق شمېر په اړه یې څه نه دي ویلي.
په ورته وخت کې طالبانو رسنیو ته ویلي، چې پرون د ورځي په اوږدو کې د کندهار ولایت د شاولیکوټ ولسوالۍ د اردوبلاغ په سیمه کې د دولتي ځواکونو یو کاروان چې له سیمې څخه د تیریدو په حال کې وو؛ د دوی د جنګیالیو له لوري تر برید لاندې راغلی.
د طالبانو د خبرپاڼې په وینا، په دغه برید کې یې 21 عسکر وژلي چې د شپږو تنو جسدونه یې اوس هم په سیمه کې پاتې دي.
طالبانو د څو پوځي عراده جاتو د ویجاړۍ او ګڼ شمیر مهماتو د نیولو خبرهم ورکړی دی.