امريکايي رسنۍ: ټرمپ له امریکا سره خيانت او د سعودي دفاع کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۰ لړم، ۱۳۹۷ل): واشنګټن پوسټ امريکايي ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې د سعودي په ملاتړ د ولسمشر ټرمپ پر څرګندونو نيوکې کړي او هغه يې د امريکايي ارزښتونو خلاف بللي دي.

ولسمشر ټرمپ وړمه ورځ په يوې مرکې کې ويلي  و، دی لا هم باوري نه دی، چې جمال خاشقجي د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان په امر وژل شوی او که په دې پېښه کې د سعودي ولي عهد لاس هم وي، بيا به هم له سعودي سره خپلو اړيکو ته دوام ورکړي.

واشنګټن پوسټ ليکلي، چې ټرمپ د سي ای اې په راپور هم باور نه راځي او داسې هيښوونکې څرګندونې کوي، چې اساس يې پر درواغو وي.

سرمقاله زياتوي، چې ټرمپ لا هم د امريکا او عربي ايتلاف د ګټو خبرې کوي، چې يوازې مبالغه ده او امريکا لپاره يې  هېڅ ګټه نشته.

ورځپاڼې د بن سلمان په ملاتړ ډ ټرمپ څرګندونې غندلي، دا يې د امريکايي ارزښتونو او حقايقو دښمني بللې او زياته کړې يې ده، چې د سي ای اې د راپور او نورو معلوماتو پر بنسټ دا خبره اوس له شکه وتلې تواتر ته رسېدلې، چې جمال خاشقجي د بن سلمان په امر وژل شوی دی.

سرمقاله زياتوي، تر ټولو بده لا دا ده، چې  ټرمپ هم د سعودي چارواکو هغه بې بنسټه څرګندونې تکراروي، چې جمال خاشقجي يې د اخوان المسلمين غړی، خطرناک اسلامپال او د حکومت دښمن بللی و.

نيويارک ټايمز ورځپاڼې هم د واشنګټن پوسټ په څېر پر ټرمپ نيوکې کړي، چې د خپل هېواد د مرکزي استخباراتو ادارې «سي ای اې» راپور يې له پامه غورځولی او د خاشقجي د وژنې په اړه يوازې د سعودي چارواکو خبرو ته غوږ ږدي.

واشنګټن پوسټ او نيويارک  ټايمز دواړو ليکلي، چې ټرمپ د بشري حقونو، انسانيت او اخلاقي ارزښتونو پر ځای يوازې مادي ګټو ته سترګې نيولي، چې دا کار د امریکا له اصولو او ارزښتونو سره ښکاره ټکر دی.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجاهد
میلمه
مجاهد

رحمان بابا فرمایی [[ هر پیوند د خپل پیوند سره جوړیږی په نارنج کی می انار لیدلی نه دی ]] که په شخصی ډول محمد بن سلمان او ډونالد ترمپ خپله او کورنی سره وڅیړو او پرتله یی کړو . ستونزمنه به وی چه توپیر یی وشی دا چه ظاهری نوم یی د مسلمان او یا د مسلمانانو کالی اغوندی او کړی په سروی او په یوه داسی اسلامی هیواد کی زیږیدلی او هستوګنه لری چه اسلام تری خپور شوی او حرمین هلته قرار لری د سعود د ذلیلی او اخری بقای کفر اووحشت سره مرسته نه شی کولای. له… نور لوستل »