د ملکيانو مرګ ژوبله: قهرجنو لاريونوالو د کابل-لوګر لاره تړلې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۰ لړم، ۱۳۹۷ل): ګډو ځواکونو تېره شپه د لوګر محمد اغه ولسوال اب بازک سيمه کې د عامو خلکو  پر کورونو چاپه وهلې، چې له امله يې د ښځو او ماشومانو په ګډون اوه تنه وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

د سيمې خلک وايي، چې عسکرو ملکيان په نښه کړي او له حکومت څخه يې د پېښې د عاملينو د نيولو غوښتنه کړې ده.

د سيمې سلګونو اوسېدونکو د محمد اغې ولسوال زيداباد سيمه کې د کابل-لوګر لويه لاره د هر ډول ترافيکو پر مخ تړلې ده.

قهرېدلي لاريونوال وايي، چې حکومتي او بهرني عسکر په لوی لاس عام خلک په نښه کوي او وژني يې.

دا پېښه په داسې حال کې شوې، چې د ګډ حکومت مشر اشرف غني تېره ورځ په ارګ د ميلاد النبي صلی الله عليه وسلم په مناسبت غونډې کې ځان د دين او ولس حامي ياد  کړ، خو د کابل پوهنتون استاد او د مسير ورځپاڼې مسؤول مدير اسد وحيدي د دغې غونډې په غبرګون کې ويلي و، چې ولسمشر په ارګ کې د ميلاد غونډه نمانځي او په اطرافو يې عسکر د شپې او ورځې د خلکو پر کورونو بمبارۍ کوي.

د يادونې وړ ده، چې د ګډو عسکرو په ځمکنيو او هوايي عملياتو کې د عامو خلکو مرګ ژوبله ډېره شوې، خو حکومت لا هم دا نه مني، چې د  عملياتو پر مهال دې عام خلک وژل شوي وي.

 د يوناما په ګډون نړيوالو بشري ټولنو ويلي، چې په روانو جګړو او بمباريو کې د ملکيانو مرګ ژوبله تر اندېښمنوونکې کچې زياته شوې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د