د اسلام مبارک دین ومنئ چې په آمن کې شئ!

 احمدولي صـیاد

ځینې اشخاص همېشه پدې هڅه کې دي چې د نړیوالو د ژوند د اسانتیاوو او خوندي ساتلو لپاره داسې په یوې نوې طرحه کار وکړي، چې د نړئ وګړي د اقتصادي ژوند تر څنګ هم د یووالي په تړاو با آمنه و اوسي. خو دغه بدلون لپاره يواځينی چوکاټ د اسلام مقدس دین دی، ځکه یوه مسلمانه ټولنه د دغو ټولو وصولو برخمنه ده!

د اسلام مبارک دین تر ټولو اسماني ادیانو اخیرنی او وروستی دین دی.

دغه مبارک او پاک دین همېشه خپلو پیروانو ته د آمن ، ورورۍ، د انساني ارام او مساویانه ژوند کولو لار ښودلې ده.

د اسلام د مبارک دین پیغمبر حضرت محمد مصطفَیﷺ د ټولې نړئ لپاره د نیکو اخلاقو او په انساني ټولنه کې د سولې،
آمن او د ښه ژوند یو بهترین انځورګر دی.

حضرت محمد مصطفَی ﷺ د اخلاقو ښه بلګه په لاندې ډول ده.

د رسول الله ﷺ د اخلاقو په اړه له قرآن کریم څخه نیولې بیا د احادیثو او سیرت تر کتابونو پورې، په هر یو کې د نبوي اخلاقو یادونه شوې ده.

امام بخاري له انس بن مالک څخه روایت کړی دی چې فرمایلي یي دي.

عَنٌ أَنَسِ بْنِ مَالِکٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: لَمْ یَکُنِ النَّبِيُّ صَلَّی اللهُ  عَلَیْهِ وَسَلَّمَ سَبَّابًا، وَلاَ فَحَّاشًا، وَلاَ لَعَّانًا، کَانَ یَقُولُ لِأَحَدِنَا عِنْدَ المَعْتِبَةِ ((مَا لَهُ تَرِبَ جَبِينُهُ)) . (بخاري: ۶۰۳۱)

انس بن مالک وایي: رسول الله ﷺ نه ښکنځل کوونکی وو، نه فاحش او نه لعنت ویووکنی وو.

یعنې حضرت محمد مصطفَی ﷺ د اخلاقو او حوصلې خاوند وو چې چا ته به زیات په قهر (غصه ) شو نو د ښېرا په ځای به یې ورته دعا کوله.

دا چې حضرت محمد مصطفَیﷺ د اسلام د مبارک دین ستر پیغمبر وو نو د دغه سپیڅلي دین د اصولو لاندې ژوند کاوه او اسلامي قواعد یې د ځان سربیره د دې کوشش هم کولو چې خپل اُمت ته ورسوي او په مشرف یې کړي.

همدا وجه ده چې نن د نړۍ مسلمانان د دغه پاک دین څخه په انساني ژوند کې ګټه پورته کوې.

د اسلام مبارک لفظ د عربي ژبې د سِلم څخه اخیستل شوی دی چې مانا یې خپله سوله او آمن دی، نو ځکه خو روښانه ده چې د اسلام مبارک دین یو د سولې او امن دین دی.

وَإِن جَنَحُواْ لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَکَّلْ عَلَى اللّهِ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ  (الأنفال – ۶۱)

ژباړه: که چېرې کفار سولې ته تیار وي نو ته هم سوله ورسره وکړه (ای محمد ﷺ) او په الله ج توکل وکړه، بېشکه چې الله ج ښه اوریدونکی او په هر څه پوهیدونکی دی.

همدا راز لاندې ایات شریف هم د ځانه سره د سولې او آمن پیغام لري.
وَلاَ تَعْتَدُواْ إِنَّ اللّهَ لاَ يُحِبِّ الْمُعْتَدِينَ (البقره -۱۹)
ژباړه: تاسې تېری مه کوئ، بېشکه چې الله ج تيری کوونکی نه خوښوي!

په بل ځای کې بیا الله ج داسې فرمایي.
ژباړه: په سوله کې خیر دی.

او په بل ځای کې بیا مسلمانان سولې ته هڅول شوي دي او یو بل سره د مينې محبت ژوند تېرول ویل شوي دي او له کینې، حسد، بغض څخه یې منع کړي دي.

الله ج فرما یي:
ژباړه: بېشکه چې مومنان سره ورونه دي، نو د خپلو ورونو په منځ کې روغه او جوړه وکړئ او د الله ج څخه و وېرېږئ، تر څو پر تاسې رحم وکړي! ای مومنانو نه دې نارینه پر نورو نارینه وو ټوکې او ملنډې ووهي کیدای شي چې هغوی له دوی نه غوره وي، په خپلو کې یو د بل عیب مه وایاست او مه یو بل په بدو نومونو سره ستا یاست له ایمان راوړلو وروسته په فسق کې نوم پیدا کول ډېره بده خبره ده او هغه کسان چې له دغه عمل څخه توبه ونکړي (راوانه وړي) نو هغوی ظالمان دي.

نو د پورته ایاتونو او نبوي حدیث څخه ثابته ده چې د اسلام مبارک دین د انسانانو په منځ کې د ورور ګلوۍ ، خپل منځي مینې، محبت، د سولې او آمن دین دی.

که چیرته د نړۍ انسانان په دغه دین په حقیقي ډول ایمان ولري، ممکنه نه ده چې په ګرده نړۍ کې دې خلک یو ارام او د عزت ژوند ونلري ، خامخا به یې لري!

د اسلام مقدس دین د دنیا تر ټولو مذاهبو او دینونو د اشرف المخلوقاتو د غزت خوندي ساتلو او یو بل سره د مینې او محبت ژوند کولو بهترینه بلګه ده.

د اسلام دین نفاق له منځه وړي، اتفاق او اداب د انسانانو په منځ کې رایج کول غواړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د