ارګ: د موقت حکومت جوړېدل ملي خيانت دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۰ لړم، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې امريکا زلمی خليلزاد له طالبانو سره د خبرو اترو له پاره د خپل استازي په توګه وټاکه او افغانستان ته يې خپل سفرونه وکړل په اړه يو شمير ګنګوسې راپورته شوي دي.

تر دې وړاندې لويديځو رسنيو خبر ورکړی و چې د طالبانو له لوري په افغانستان کې د مؤقت حکومت د رامنځته کېدو او د مؤقت حکومت د مشرتابه په توګه د اتو کسانو څخه د يوه د انتخاب خبره شوې وه؛ خو طالبانو دا ادعاوې رد کړې وې.

د ګډ حکومت د مشر ستر سلاکار ډاکټر فضل محمد فضلي په تازه څرګندونو کې د مؤقت حکومت جوړېدل د ملي ځواکونو د له منځه وړلو هڅه او ملي خيانت بللی دی.

نوموړي په فيسبوک کې په خپله صفحه ليکلي چې په دې وروستيو کې په خواله رسنيو کې د امريکا له ادرسه بيلابيلې اوازې خپرې شوې دي چې په کې د احتمالي مؤقت حکومت خبره هم کيږي او دې ته هغه نومورکي سياسي خلک هوا ورکوي چې غواړي چې په ټولنه کې بيا مطرح شي.

فضلي زياتوي چې که د مؤقت حکومت وړانديز د هر چا له لوري شوی وي، د افغانستان د امنيتي ځواکونو د ماتې او ملي خيانت هڅه ده.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم ارګ شکايت کړی و چې له طالبانو سره د مذاکراتو او خبرو اترو په جريان کې دوی له پامه غورځيدلي او له زلمي خليلزاد څخه يې غوښتنه کړې وه چې له طالبانو سره د خبرو اترو او مذاکرتو له جريان څخه د ې د کابل حکومت خبر کړل شي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاح استاذ بیانزی
میلمه
الحاح استاذ بیانزی

د ارګ ناوړه، فاسدی او غلامی کړي وایی چه: [د موقت حکومت جوړول ملی خیانت دی] که داسی وی نو بیا په بن کی د کرزی تر مشری لاندی چه همدی خلیلزاد جوړ، اسلامی امارت یی په زور لیری کړو، په درغلنو ټاکنو او ډالرو یی کرزی دوه دوره نوره غلامی ورله وکړه او بلاخره د غنی د غلامی وار شو د غنی سره د عبدالله په نوم دوهمه نیازبینه میرمن هم د ارګ په پالنګ کینوله لکه امین او کارمل چه د ارګ په پالنګ کینول شوی وی. غلام متفکر د معدی سرطان لری فکر کوم حافظی ته یی… نور لوستل »

هيښ ويښ
میلمه
هيښ ويښ

تاسو دې د وحشي -بېشعوره او احمق اولاد ته وګورئ او خبرو ته يې نظر وکړئ! ايا د وحشي اشغالګرو په قتل عام او بربريت اجنته اداره تشکيلول ملي خيانت نه دئ؟ ايا اول جعلي انتخابات او بيا د جانګيري په امر حکومت جوړول ملي خيانت نه دئ ؟ ايا د جنګي جنايتکاران(ديني او بې دينه ) ، غلو ، غاصبو ، قاتلو ، اشرارو ، فاسدو او د ملت له لوري عاق شويو نه اداره د دولتي ترور او هدفې وژنو په کولو ملي خيانت نه دئ ؟ ايا دهمدې اجنتې ادارې له لوري د ملي ازادۍ ، ملي… نور لوستل »