تکړه شاعر جانان خدرخېل

غزل/ جانان خدرخېل

جانان خدرخېل

چې هدف له سړي ورک شي جنګ پردی شي
بس سړی پکې سړی او نۀ سړی شي

بیا نو ګرځئ خړ څټونه ، خړ مخونه
په ټول عمر مو والله که پسرلی شي

چې د خپل کالۀ واک بل ته لاس کې ورکړي
ته او خدای چې خر به دومره لېونی شي!؟

د غزا په جذبه مست ولس خو وینې!؟
که را پورته شو وطن به تور لوګی شي

داسې خلک شته چې مرګ ترېنه ډارېږي
هو ! په دې کیسه خبر دې غلیمګی شي

چې انسان به له خپل وروره پناه غواړي
چا ویل چې وخت به دومره خونړی شي

مسلمان ته خو همدا افتخار بس دی
چې د خدای په لار کې مړ شي نو ژوندی شي

چې آزاد وي او آباد افغانستان وي
“خدرخېله” ژوند به هله ګلالی شي

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ

۱۳۹۷/۸/۳۰

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د