دحکومت وفا له عسکرو سره

منهاج الدین

زما د ماما ځوی چې نن له غزني څخه راغلی وو قصه يې کوله.

یوه ورځ سهار وختي مزدور راته وویل چې زمونږ د دکان مخې ته یو نوی موچي راغلی دی، د دکان مخه يې نیولې ده
زه چې ورغلم پوښتنه مې ترې وکړه ، چې وروره! د دکان مخه دې ولې نیولې ده؟

ویل یې: نوی راغلی یم څوک ځای نه راکوي ډېر غریبان یو ستا د دکان مخې ته ډېر ځای دی، خیر ده دلته مې پرېږده،زه ډېر غریب یم.

ما ورته ووېل: انډیواله! دلته ډېر غرېبان دې نو زه څه وکړم؟ ټول خو د دکان مخې ته نشم کښېنولی لاړ شه چېرته خپل ځان ته دکان ونیسه!

ځوان: زه ډېر مسکين يم يوه روپۍ هم نلرم، دغه د پالش سامان هم د جومات ملا راته واخيست ، د الله لپاره مې پرېږده.
زه ورسره ټینګ شوم او جدي مې ورته وويل : له دې ځایه لاړ شه کنه په زور دې پسې اخلم.

ځوان سامان راغونډ کړ ، اسمان ته یې وکتل په سترګو کې یې اوښکې وخوټېدې سامان په څادر کې واچاوو او غلي یې له ځان سره وويل: یا الله اوس چېرته لاړ شم؟

ما چې د واورېدل ، الله جل جلاله څخه ووېرېدم په خپله غصه پېښمان شوم او ورته ومې وویل : ته راشه لږ کښېنه .

پوښتنه مې ورڅخه وکړه : ځوانه! څوک یې او له کومه راغلی يې؟

د ځوان په خبرو کې درد نغښتې وو ، په څهره کې د خپل تیر شوی حالاتو عکس ښکارې وو.

سوړ اسوېلی يې واېست او راته وه يې ويل : ځای دې رانکړ نو څه مې کوې چې غږوې مې!

خپلې لکړې یې دکان دروازې ته جګی کړې په ځمکه کیناست، خپل حال یې داسی راته بیا کړ.

نوی زلمی وم ، همزولو کليوالو سره به ګرځېدم، لکه څنګه مو چې وطن کلونه کلونه د جنګ د اور لمبو نيولی وو ، زده کړې راڅخه پاتې وې ، مشر او کشر مې نه پېژاندل، پر لمانځه او اوداسه نه پوهېدم دځوانۍ نشه وه.

يوه شپه همزولو سره په يوه بانډار کې ناست ووم، سګريټونه بل وو ، په لوړ اواز زمونږ خنداګانو او دټېپ دسندرو شور د ټول کلي چوپتيا ماته کړې وه ، خدای ښه پوهيږي هغه شپه به مونږ ته خپلو کليوالو څومره ښېراوې کړي وي؟

چا په زوره زوره دروازه وټکوله ، مونږ طبعاٌ دا دخپلې ځوانۍ د غرور او اخلاقو خلاف وګڼل ، ټولو همزولو يو بل ته وکتل چې دا څوک دی چې په مونږ دومره جرئت کولای شي؟

زه په ډېر قهر ور پورته شوم او تيارې مې په ستونې کې په ضربه څو ښکنځلې راټولې کړې وې . خو چې دورازه مې ورخلاصه کړه دوه کسان ولاړ وو ، مولونه يې وهلي وو ، چانټې يې تړلې وې ، ټوپکونه يې په غاړو کې اچولي وو ، له لنډې چوپتيا وروسته يې راته ويل :تاسو انسان ياست؟

څه شوي دي چې ټول کلی مو په سر اخيستی دی؟

زه چې تيار دخپلې نشې د ماتېدلو په غصه کې وم کوشش مې وکړ چې اسلحه ترې واخلم ، وه يې رټم او دنورو خلکو د ډارولو لپاره يې د خپلو همزولو په ملګرتيا دومره ووهم چې سبا بيا داسې ونکړي.

په مخ کې مې ولاړ ځوانانو ماته دومره موکه رانکړه چې زما لاس تر دوئ پورې ور ورسيږي فوراً يې په يوه څپيړه له دروازې څخه بيرته کوټې ته راوغورځولم، همزولو مې چې دا حالت وليدلو ، ټول له وېرې او حيران غلي کښېناستل ،مخ پټي کسان يو له کوټې څخه دباندې ولاړ وو او بل کوټې ته راننوت ، او خبرې پیل ګړئ.

ویل یې: اے ځوانانو تاسو زمونږ د کشر ورڼو په څیر یاست.والله! د زړه له درته وایم چې خپله شیرینه ځوانې داسی په لهو لهب کې ما تیروې، خپل قوت، صحت،ځوانې د الله په لار کې ولګوې، وطن ته سره امریکایان راغلي دي د مسلمانو په کورونو بې له سوال ځواب ور ننوځې. ستا سو حق جوړیږې چې له ځان، وطن دفاع وکړئ اسلام په لاره کې ووځې او دغه بې فایدې مجلسونه پریږدې.

په دې شپه زما په زړه کې له طالب سره نوره کرکه زیاته شوه، زه به دې کلۍ معلم صیب مجلسونو کې ډیر کښینا ستم، معلم صیب به راته دې حکومت ښېګړې او طالب، ملا جابر ظالم ښودو.

یوه مازدیګر مونژ په کلي کې والې بال کوول یوه طالب په مرټرسایکل راغې راته یې وویل: په دغه لاره زنانه اوبو ته ځې، تاسو بل چیرې لاړ شې، له کلۍ لږ ووځې دلته زنانوو ته تکلیف ده، زه ستا سو دې ورزش مخه نه نیسم خو دغه ځای مناسب ندې!
مونژ يې له هغه ځایه پسې واخستلو .

د معلم صیب خبرو او دې طالب رویه زه له طالب ،ملا سره نور هم وران کړم.

څه وخت پس له ولسوالی معلم صیب زنګ ووهل چې د منتقې ملُکانو فېصله کړې: چې مونژ د خپلې خاورې نه نوره خپله دفاع کوو ،نور خپل وطن پاکستانیانو ته،پنجاپیانو ته نه شو پریښودلای، ته دلته والسوالې ته راشه مونژ مُحلي پولیس جوړوو چې نور دي پنجاپ له بچو ځان خلاس کړو.

الته یې راته اکمالات راکړل،پوستې قومندانې ما په غاړه واخسته معلم صاحب راته مبارکې راکړه هغه هم د ولایتې جرګې غړې ټاکل شوې وو .

پوستې مشر زه وم نور هغه د بانډار ملګری راسره عسکر وو،لومړۍ یوه څو میاشتې حالات ښه وو بیا به هره ورځ خبریدو چې نن پلانې ځای کې پوسته طالبانو نیولې او پلانې ځای کې عسکر تښتېدلې.

د شپې به وېرېدلو خوب به مې کم وو، په تش سګرېټ به مې ګزاره نه کیده دسګرېټ په ځای به مې چرس سکاول.

داسې سوکه سوکه کور،کلي،جمات کې خلګو سره رویه بدله شوه مونژ به د نشې په حال کې وو د مشر کشر احترام په ځای مې بد اخلاقې ورسره کواله ژمونژ نظامې روزنه نه وه شوې ،هسې یې د هر څه واک په لاس کې راکړي وو.

معاش مې دونه کم وو چې په هغه پیسو مې د سګریټو ګزاره نه کیده نور اخراجات لپاره به څه نه وو مونژ مجبوره وو چې څه مې کړي وایې !په لاره مو ځنځیر جوړ کړ او کوشیش به مې وو چې هر کس نه څه نه څه واخلو.

یوه شپه مونږ کتې (پَــري) کوالې چې چې ناڅاپه ټکونه راباندې وشول، دوه ملګرې چې په پېره ولاړ وو هغه دواړه ځای په ځای مړه شول.

ټکونه دونه تېز شول چې زما وار پار خطا شو څرنګه چې مونږ نظامي زدکړې نه وې کړې نو سر به مې کشته کړو او اسلحه به مې ور پورته کړه هسی هغه طرف ته به مې ټکونه ور وکړل، د مرمېو له غږه مې څه نه اورېدل زما ملګرې هـېر وو فقط ځان مې ساتل په دغه حال کې ملګري یو یو د پوستې تر شه په منډو ووتل زه هم په منډو ورپسې ووتلم.

بهر مرمۍ زما سره نژدې لګېدلې، زما مخکې یو ملګری په ملا کې ولګېده خو زه د غنمـو پټېو ته ورسېدم داسې په تېښته بچ شوم.

سهار مې ۵ تنه ملګری مړه ،۲ زخمیان ول، زه او یو بل ملکری چې په غنمـو کې پرېوتي وو بچ شولو.

حکومت له دې واري بیا اکمالات راکړل ، خو د ځل ځوانان داسې په آسانه عسکرې ته نه تیاریدل ، چا په لس یا دولس زره د طالب په لاس مرګ نه غوښتل.

نوي ملګرو ته مې وویل:په تلاشې او ځنځیر چې خلګو نه چې کومې روپۍ اخلو هغه به مو نيمې وې.

د وارې به زه هر وخت بېداره وم ،ماته به خوب نه راتلو، ګزمه، پیره هر وخت به ډارېدم هغه مړه ملګري به راته یادېدل، هر وخت به خوف راسره ملګرې وو،فکر به مې کول د هغوي به په قبر کې اوس څه حال وې؟څه ځواب به يې ورکړئ وې؟
دوئ خو دې نشـې، بې لماځې په حال کې مړه شول اوس به یې څه حال وې.
یوه ورځ سهار یوه دوکاندار غزنی ته روان وو ډېرې پیسې ورسره وې مونږ ه ناخبره له موټره کوز کړو تلاشې په بهانه مې پیسې ترېنه واخستې او ومېوهلو .

په هغه شپه بیا طالبانو جنګ راباندې وکړ زه په پُښــه ولګېدم او څلور ملګری مړه شول.

زه یې لومړۍ غزنی ته یو وړم الته راباندې څلور ورځې تېرې کړې بیایې کابل ته انتقال کړم خو کابل کې چې عملیات ته ننوتلم له کوره څوک هم نه وو راپسي راغلی.

د هسپتال کارکونکو رویه ډېره نامناسبه وه،هغوي داسې ښکاره کېده لکه چې زمونږ نه تنګ وي،کله چې عملیات یوه ورځ پس په هوش راغلم.وینه مې ډېره بهېدلې وه.

شه وخواه مې وکتل څوک نه وو ، پښه مې پرې وه، د هسپتال ورځې مې په ډېر تکلیف تېرې کړې.

کله چې بېرته کلی ته ورغلم پوسته کې بل مشر ټاکلی وو، زما په پوسته کې په معیوبه حالت کې نه ضرورت وو او نه قدر .

بېرته کابل ته راغلم، معیوبینو دفتر ته له څو ورځو خلګ په انتظار ناست وو،الته هم ناهلی شوم ، په کور مې هم چا سره خبرې نه کوالې، پوستې ملکرو ته به مې چې تیلی فون ور وکړو هغوی به کله تیلې فون نه پورته کوال او کله به بیا د نشې په حال کې بېخې زما خبرې نه اورېدې.

بل آخره له هر څه ناهلی شوم!! مجبوری دونه شوه چې هوټل ته به ورغلم خلګو به چې څه خواړلې وو هغه به یې راکړو په هغه باندې به مې ګزاره کواله.

پلار مې چې خبر شوی وو نو کابل ته راپسي راغې، کور ته یې بوتلم څو ورځو پس هغه وفات شو.اوس په کور څوک نه لرم چې وېګټې نن بېرته غزنی ته راغلم، چې راتلم کور کې مې واړه وروڼه پریښودل.

اوس پوه شوم که چېري ما د معلم صاحب په ځای دې طالب خبري منلې وای نن به مې د حال نه واې!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د