محقق: په جاغوريو ولسوالۍ کې طالبان نور هم ځواکمن شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۰ لړم، ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت د اجرائيه رياست دوهم مرستيال محمد محقق د غزني ولايت په جاغوريو ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو د پرمختګونو خبرونه درواغ بللي او ټينګار يې کړی، چې په ياده ولسوالۍ کې طالبان نور هم ځواکمن شوي دي.

د اجرائيه رياست دوهم مرستيال زياته کړې، چې طالبان پر شپنیزو دوربينونو او لېزري وسلو سمبال دي او په مقابل کې يې دولتي عسکر هغومره وسلې او قوي قومانده نه لري.

محمد محقق دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې تېره ورځ د ارګ د مرستيال وياند شاه حسين مرتضوي سربېره د دفاع او کورنيو چارو وزارت چارواکو هم ادعا کړې وه، چې په جاغوريو او مالستان ولسواليو کې يې طالبانو ته ماتې ورکړې.

د جاغوريو او مالستان ولسواليو ځايي خلکو هم د طالبانو د ځپلو په اړه د حکومتي چارواکو ادعاوې رد کړي دي.

په ولسي جرګه کې د غزني وکيلانو هم ويلي، چې لا هم په جاغوريو او مالستان کې د طالبانو ځواک نه  دی کمزوری شوی.

طالبانو نن هم رسنيو ته په لېږل شوي خبرپاڼه کې ويلي، چې په مالستان ولسوالۍ کې يې اووه کومانډو عسکر وژلي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د