د پاکستان لاهور ښار کې يوې مور شپږ ماشومان زيږولي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۰ لړم، ۱۳۹۷ل): د پاکستان په لاهور ښار کې يوې مورر شپږ ماشومان زېږولي دي چې يو يې مړ شوی دی.

د لاهور په راوي سيمه کې تيره شپه يو مور په يو وخت شپږ ماشومان زېږولي دي چې ۵ نجونې او يو هلک دی.

د روغتون ډاکټران وايي چې د ماشومانو د ډير کوچنيوالي له امله يې د رووغتيايي وضعيت په اړه انديښمن دي او زياتوي چې د ډير کو چني والي له امله يو ماشوم مړ شوی دی.

د روغتون مسؤل ډاکټر ويلي دي چې ماشومان يې د ښو روغتيايي خدمتونو له پاره ځانګړي خونې ته لېږدولي دي خو بيا هم د روغتيايي وضعيت په اړه پوره ډاډه نه دي.

تيرکال هم د سعودي عربستان په پلازمينه رياض کې يوې مور شپږ ماشومان زيږولي وو چې روغتیايي وضعيت يې ښه و.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د